وروسته له هغې، چې په هند کې د داعش يوې ملاتړې ډلې د بريدونو ګواښ وکړ، هندي حکومت د تاج محل ودانۍ امنيتي تدابير زيات کړي دي.
سيمه ييزو رسنيو د تاج محل شاوخوا انځورونه خپاره کړي، چې په کې امنيتي ځواکونه د ګزمو په حالت كې ښکاري.
د ترهګريزو کړنو څارونكي يو امريکايي استخباراتي ګروپ ويلي، چې د داعش ملاتړې ډلې ((احوال امت)) په هند کې د بريدونو ګواښ په ګرافيک ټيلي ګرام کې خپور کړى دى.
د هند يو ځايي پوليس افسر پريتندر سينګ ويلي، چې تراوسه دوى ته د چا له خوا کوم استخباراتي معلومات نه دي ورکړل شوي، خو په وينا يې د رسنيو د رپوټونو تر اورېدو وروسته يې د تاج محل شاوخوا امنيتي تدابير زيات کړي دي.