80
۲۸ کب ۱۳۹۵
لیکونکی: حبیب وقار

د هېواد د زرغونولو هڅې ډېرې شوې

که څه هم هر کال د پسرلي په رارسېدو سره خلک، مدني فعالان، بنسټونه او حکومتي ادارې د نیالګیو د کېنولو کمپاینونه پیلوي، خو سږ کال دغه کمپاينونه تر پخوا ډېر شوي.
د حکومتي ادارو او مدني بنسټونو تر څنګ خلکو په ټولنيزو رسنیو د نیالګیو کېنولو پراخ کمپاينونه پیل کړي او د افغانستان د زرغونولو هڅې ډېرې شوې دي.
دوی وايي، د حکومتي ادارو تر څنګ باید خلک هم د نیالګیو کېنولو کې برخه واخلي او د هغوی روزنه وکړي چې په راتلونکي کې د هېواد لروبر زرغون شي.

ټولنيزې رسنۍ
که څه هم په تېرو کلونو کې پر ټولنيزو رسنیو د نیالګیو د کېنولو په تړاو کمپاینونه ترسره شوي خو په هغه کچه نه وو چې سږ کال په لاره اچول شوي او ډېرو خلکو له خپلو ملګرو هیله کړې چې نیالګي کېنوي او د هغو پالنه وکړي.
د ټولنيزې شبکـې فېـسبــوک کاروونکــي او افـغـــان سندرغاړي مبين وصال له خلکو غوښتي چې د نیالګیو په کېنولو کې برخه واخلي: ((خپله به هم تر خپله وسه ونې ږدم او له ګرانو هېوادوالو هم هيله لرم چې د هوا د پاکوالي لپاره ونې کېږدي او خپله شاوخوا پرې ښکلې کړي، ځکه چې ونې يوه ځانګړې طبيعي ښکلا لري.))
د دغه شبکې بل کاروونکی او د پوهنې وزارت کارکوونکی استاد عزيزالرحمن شرافت وايي چې نيالګي اېښودل د نورو ټولو ښېګڼو او ګټو تر څنګ عبادت هم دی: ((شين چاپېريال هوا پاکوي، په دوبي کې تودوخه کموي، چاپېريال ښايسته کوي، د سېلابونو د راتلو په وخت کې د ځمکې د ويجاړېدو شونتيا کموي، که ميوه لرونکي وي، نو ګټې يې تر دې هم ډېرې دي.)) شرافت زیاتوي، ان ويلای شو چې ونې او شين چاپېريال د انسان عمر ډېروي.
د کابل ښار اوسېدونکي او د فېسبوک کاروونکي انجنير احسان الله شهيدمل هم لیکلي، په پسرلي کې به تر خپله وسه ونې کېږدي. هغه له خپلو ټولو هېوادوالو غواړي چې د خپل کور په شاوخوا کې ونې کېږدي: ((ښکلا په زړونو مستقيمه اغېزه لري، نو ونې او نيالګي اېښودل سيمه ښايسته کوي او چاپېريال ته يوه طبيعي ښکلا ورکوي، له ټولو هېوادوالو هیله لرم چې په دې برخه کې خامخا ونډه واخلي او هر کس يوه يا دوې ونې کېږدي.))
شهيدمل زیاتوي چې دا يوازې د سيمې ښکلا نه بلکې په دې سره به خلک له ډول ډول ناروغيو سره مخه ښه کوي: ((شين چاپېريال ناروغۍ پسې اخلي، کله چې هوا پاکه وي، ناروغۍ هم لږې وي.))
له بل لوري ځينې هېوادوال بیا د ډېرو ونو د اېښودو په ځای ښه بولي چې له اېښودو وروسته يې ښه څارنه وشي، داسې نه چې ونې کېږدي، خو بیا وروسته د اوبو له نشتوالي او نه مراقبت له کبله وچې شي، د فېسبوک په پاڼه حسن احمدزی وايي چې نمايشي کارونه ګټه نه لري: ((زموږ چارواکي او خلک هر کال په زرګونو نيالګي ږدي، خو له اېښودو څو مياشتې وروسته د اوبو د نشتوالي يا بلې ستونزې له کبله وچېږي.)) احمدزی زیاتوي چې ډېری وخت د خلکو څاروي د ونو ښاخونه راماتوي او خوري يې، خو هېڅوک نه وي چې مخه يې ونيسي. د نوموړي په وينا که ونې ږدو باید ساتنه يې هم وکړو.
د فېسبوک بل فعال نصيراحمد ساحل وايي چې د طبابت له مخې يو نيالګی د اتلسو کسانو د روغتیا لپاره ګټور دی: ((طبي پوهان ونې او شين چاپېريال د روغتيا لپاره خورا ګټور بولي، دوی وايي چې يو نيالګی اتلسو تنو ته روحي ارامتيا ورکولی شي.))
مدني فعال احمد احدي هم ليکلي چې د خپل ګران هېواد لپاره به په نوي کال کې خامخا ونې ږدي: ((ونې اېښودل د هر ډول تنفسي ناروغيو لپاره درمل دي او د طبي پوهانو له قوله که څوک هر څومره ژور خپګان هم ولري خو باغونو ته لاړ شي او د باغونو له تازه او پاکې هوا او ښکلي چاپېريال خوند واخلي، خپګان به يې خامخا په خوښۍ بدلېږي. نو زه هم د خپلو هېوادوالو د خپګان د لرې کولو لپاره په نوي کال کې ونې ږدم.))
بــل مـدنــي فعــال نجـــي الله سمون هم په خپله فیسبوکپاڼه ليکلي، دومره ونې به ږدي چې ويې ساتلای شي، هغه هم په دولت او ځينو نورو ټولنو د ونو د نه پاللو او نه روزلو له کبله نيوکه کوي: ((ونې د لوی څښتن (ج) نعمت دی، نو دومره ونې بايد کېږدو چې ويې ساتلای شو، دولت او هرڅوک چې ونې ږدي باید ويې هم ساتي، له ساتلو پرته يې اېښودل ګټه نه لري.)) مدني فعال انجنير خورشيداحمد فطرت هم په دې اند دی چې د ونو ډېروالی شرط نه دی: ((که هرڅومره ډېرې ونې کېږدو خو ويې نه پالو ګټه به ونه کړي، زه دومره ونې ږدم چې پاللی يې شم او په وخت اوبه ورکولی شم.))

حکومتي او مدني هڅې
په ټولنيزو رسنیو د خلکو د کمپاينونو تر څنګ حکومتي ادارې او مدني ټولنې هم د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د نیالګیو د کېنولو او ساتلو پلانونه لري. دوی له خلکو هم غوښتنه کوي چې د نیالګیو په کېنولو او ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.

کابل
د کابل ښاروالي وايي، دا پسرلی په کابل ښار کې ۴۶زره نيالګي ږدي. د دغه ادارې د سرسبزۍ د رياست مرستيال احمدشاه اورياخېل وايي، دوی به د خلکو په مرسته کابل ښار په يوه زرغون ښار بدل کړي او د دې ۴۶زره نيالګيو په اېښودو سره به يې دا طبيعي ښکلا نوره هم ډېره شي: ((موږ به د ښار د هرې ناحيې اړوندو خلکو ته په وړيا توګه نيالګي ورکړو چې د خپلو کورونو په مخه او شاوخوا کې يې کېږدي او له درنو هېوادوالو څخه د نيالګيو د اېښودو په برخه کې د مرستې هيله کوو.))
اورياخېل وايي ونې، بوټي او شين چاپېريال د خدای (ج) له لويو نعمتونو دی او له کابل ښاريانو هيله کوي چې د ونو په ساتنه او روزنه کې له دوی سره همکاري وکړي او پرېنږدي چې نوي اېښودل شوي نيالګي بېرته وچ شي.

ننګرهار
د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، په دې ولایت کې به د مېرمنو لپاره ۱۹سوه باغچې جوړې شي. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي وويل چې دغه باغچې به له مېرمنو سره په اقتصادي برخه کې ډېره مرسته وکړي: ((مېرمنې به د باغچو له مېوو او ترکاريو ګټه اخلي او هم به يې بازار ته وړاندې کوي چې له دوی سره به په اقتصادي برخه کې لويه همکاري وي.)) رحيمزی همداراز وايي چې په ننګرهار ولایت کې ټول ۴۵۰زره نيالګي کېښودل شي.
له بل لوري په دغه ولایت کې د معصومې احمدزۍ په نوم مدني فعالې هم د نيالګيو اېښودو لپاره کمپاين پيل کړی دی، هغه له خلکو غواړي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې ونې کېږدي څو يې ښار ښکلی شي او د بېلابېلو ناروغيو مخنيوی وشي. احمدزۍ له خلکو غواړي چې په دې برخه کې یې لاسنيوی وکړي: ((که خلک لاس په کار شي، ټول هېواد زرغون کولی شي، که موږ ونې کېږدو له خلکو سره به مو مرسته کړې وي، ونې طبيعي ښکلا او د ناروغيو مخنيوی کوي. له دولت هم هيله کوو چې په دې برخه کې کار وکړي او خلک د ونو اېښودو ته وهڅوي.))

لغمان
د لغمان چارواکي وايي ددې ولایت په پنځو ولسواليو کې به په لسګونو زره نيالګي کېږدي. دوی د (ښکلی ژوند، سمسوره مينه او راځئ د راتلونکو نسلونو لپاره چاپېريال زرغون کړو) تر عنوان لاندې د نيالګيو د اېښودو لپاره کمپاين پيل کړی دی.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي چې د ولایت د ښېرازۍ لپاره بايد هر هېوادوال د نيالګيو په اېښودو کې برخه واخلي او خپلو راتلونکو نسلونو ته خدمت وکړي: ((هرڅوک چې کوم نيالګی ږدي، د هغې د اوبه کولو او روزلو مسوليت يې هم په غاړه دی، يوازې دولت به ونه شي کولای، ټول نيالګي وروزي.)) همداراز په لغمان ولایت کې د ۹سوه زرو په شاوخوا کې نيالګي د دولتي او شخصي قوريو له لوري روزل شوي دي چې په لغمان او نورو ولایتونو کې به کېښودل شي.

وردک
د دې ترڅنګ د وردک ولایت بېلا بېلو مدني ټولنو هم د نیالګيو د اېښودو او د خلکو هڅولو کمپاين پیل کړی دی، د ټولنو د دې ټولګې يوه غړي خواجه محمد زیار وويل چې دوی به په دې برخه کې خلک نيالګيو اېښودو ته وهڅوي: ((موږ په دې کمپاين کې شپږ ټولنې په ګډه کار کوو، تر اوسه مو د ولایت له ډېرو کسانو سره ليدلي او دوی مو دې ته هڅولي دي چې په دې برخه کې زموږ ملاتړ وکړي. هوډ لرو چې د دې کمپاين له لارې د ميدان ښار په بېلابېلو برخو کې د ۲زرو په شاوخوا کې ونې کېږدو.))
زیار وايي چې دوی به د وري مياشتې تر لومړۍ ورځې يا نوروز پورې نيالګي راټولوي او د نوروز په ورځ به يې په عملي توګه په اېښودو پيل کوي: ((د ولایت ډېرو خلکو ژمنه کړې چې د نوروز په ورځ به له موږ سره په عملي توګه د نيالګيو په اېښودو کې برخه اخلي. موږ به په دې سره خلکو ته وښيو چې ونې اېښودل هېواد د سمسورتيا په لور بیايي، له ټولو هېوادوالو هیله لرو چې د هېواد په سمسورتيا کې ونډه واخلي.))

خوست
له بلې خوا د خوست ولایت چارواکي وايي چې پسرلي کې به د دې ولایت په بېلابېلو سيمو کې له ۵تر ۶سوه زره نيالګي ږدي. دوی وايي چې د نيالګيو په اېښودلو کې به د دې ولایت د بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي، مدني فعالان، زدهکوونکي او ځوانان برخه واخلي. د خوست ښاروال انجنير عبدالبصیر وايي: ((خوست کې چې سږ څومره نيالګي اېښودل کېږي، ټول خپله خوست کې کرل شوي او روزل شوي دي.))
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت په دې خوښ دی چې په خوست ولایت کې اوس نيالګيو، باغونو او کرنې ته ډېره پاملرنه کېږي.

کندهار
په دې لړ کې د کندهار ولایتي چارواکي هم د يونيمميليون نيالګيو د اېښودو خبر ورکوي. د دې ولایت د کرنې رييس حفيظالله سعيد وايي چې دوی به په ۱۷ولسواليو کې يونيمميليون نيالګيو له ډلې سل زره يوازې د زیتون نيالګي کېږدي: ((موږ د (يو نيالګی د ځان او يو د هېواد لپاره) په نوم کمپاين پيل کړی، هوډ مو کړی چې ټول ولایت بايد زرغون کړو او له موږ سره په دې کمپاين کې د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب او ښاروال انجنير روښان ولسمل هم ملګري دي. د دې نيالګيو په لګښت کې د کرنې رياست، ښاروالي او د خصوصي سکتور ځينې ادارې ونډه اخلي.))

پکتيکا
د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ سږ کال پتېيل شوې په پکتيکا کې هم په لسګونه زره نيالګي کېښودل شي. په دې ولایت کې هم د ((زرغونې پکتيکا)) تر سرليک لاندې کمپاين پيل شوی دی چې ولايتي چارواکي، قومي مشران، ديني عالمان، خبريالان، د مدني ټولنو استازي او ځوانان ټول په يوه غږ سره د پکتيکا د زرغون کېدو لپاره راټول شوي دي.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت وايي چې پکتيکا د نيالګيو اېښودو او باغونو لپاره وړ سيمه ده او دوی به د پکتيکا د زرغون کېدو لپاره په سلګونو زره نيالګي کېږدي: ((هم به نيالګي ږدو او هم به يې په ښه توګه ساتنه کوو چې دا چاره د ولس له همکارۍ پرته ناشونې ده.))
له بلې خوا د کرنې وزارت په پام کې لري چې د پکتيکا ولایت په اوو ولسواليو کې به زیات شمېر باغونه جوړ کړي. د پکتيکا والي الياس وحدت په دې اړه د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له رييس محمد عثمان صافی سره کتلي دي. صافی وايي چې د یادو باغونو شمېر محدود نه دی او تر څنګ به يې خلکو ته څاګانې، سولر سيستم، کوچنۍ ذخيروي بندونه، د زړو باغونو پالنه او نور هم برابر کړي.

کونړ
همداراز ټاکل شوې په کونړ ولایت کې هم ۲۰۰زره مېوه لرونکي او زينتي روزل شوي نيالګي کېښودل شي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې تر دې وړاندې دا نيالګي له پاکستان راوړل، خو اوس يې خپله په کونړ کې روزي.

شمالي ولایتونه
حکومت په شمالي ولایتونو کې د ۴زره په شاوخوا کې باغونه ږدي. د شمالي ولایتونو د ملي باغدارۍ او مالدارۍ مسول غلام محمد ملاخېل يې په اړه وايي: ((له دې ډلې به زر باغونه په بغلان او پاتې نور به په کندز، تخار او بدخشان کې کېښودل شي.))
افغانستان کې داسې مهال د مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو د اېښودو کمپاينونه په ډېرېدو دي چې د شمېرو له مخې د افغانستان ډېر شمېر خلک په کرنه لګیا دي او که چېرې د مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو په کېنولو کې پرمختګ کېږي، ښايي د ټول افغانستان په ولسي اقتصاد مثبتې اغېزې ولري.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *