72
۲۷ کب ۱۳۹۵
لیکونکی: عصمت الله مايار

افغانستان دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هم ايرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هم ايرلنډ ته په ۳۴ منډو ماتې ورکړه.
د دغه لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې ۳۳۸ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۳۳۹ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې اصغر ستانکزي سليزه ووهله، رحمت شاه ۶۸ او شهزاد محمدي هم ۶۳ منډې وکړې.
خو ايرلنډ ونه شو کړای دغه هدف پوره کړي او خپل ټول لوبغاړي يې په ۴۸ اورونو کې په ۳۰۴ منډو وسوځېدل.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشدخان ۶ وېکټې او دولت ځدراڼ هم ۳ وېکټې ترلاسه کړې.
افغانستان په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ايرلنډ ته په ۳۰ منډو ماتې ورکړې وه.
دغه راز کرکټ ملي لوبډلې د درېيو شل اوريزو لوبو په لړۍ کې هم ايرلنډ ته ۳- ۰ ماتې ورکړه.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *