ads

هلمند کې يو تن ځانمرګى نيول شوى

په هلمند کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري يو ځانمرګى نيول شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 کب 1395
هلمند کې يو تن ځانمرګى نيول شوى

په هلمند کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري يو ځانمرګى نيول شوى دى.
د ملي امنيت له لوى رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې، د ملي امنيت موظفينو دغه بريد کوونکى چې سيد نبي نومېږي، د هلمند مرکز لښکرګاه كې نيولى دى.
سرچينه زياتوي: دغه ځانمرګي ويلي چې د طالبانو د قوماندان ملا عباس له خوا هڅول شوى چې د لښکرګاه  ښار کې ځانمرګى بريد وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، نيول شوي کس ويلي چې د ځانمرګي بريد زده کړې يې د ډيورنډ فرضي کرښې ها خوا د ځانمرګو د روزلو په يوه مدرسه کې کړې دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA