ads

داوودزى: د جګړې ښكېلې خواوې دې د سولې لپاره ريښتنې هڅې وكړي

د حراست او ثبات شورا غړى محمدعمر داوودزى له حكومت څخه غواړي چې د جګړې لپاره يوه ستراتيژي جوړه كړي خو په وينا يې جګړه دې د هيواد د دفاع لپاره وكړي او لومړى دې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 کب 1395
داوودزى: د جګړې ښكېلې خواوې دې د سولې لپاره ريښتنې هڅې وكړي

د حراست او ثبات شورا غړى محمدعمر داوودزى له حكومت څخه غواړي چې د جګړې لپاره يوه ستراتيژي جوړه كړي خو په وينا يې جګړه دې د هيواد د دفاع لپاره وكړي او لومړى دې د سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ كړي.
داوودزي چې د افغانستان د سولې او نجات د شورا په يوه غونډه كې يې خبرې كولې وويل، حكومت بايد د سولې لپاره ريښتنې هڅې وكړي او په وينا يې سوله په انتقام نه بلكې په متقابل احترام او يو د بل په بښلو سره راځي.
داوودزي په ورته وخت كې له طالبانو هم وغوښتل چې سولې ته مخه كړي او په وينا يې كه جګړه هرڅومره زياتيږي د هيواد او هيوادوالو په زيان ده.
هغه په ورته وخت كې په افغانستان كې له ميشتو نړيوالو ځواكونو وغوښتل په ريښتنې توګه دې د سولې د لړۍ ملاتړ وكړي او د هغه په وينا بهرنيان بايد خپلې ړندې بمبارۍ چې عام خلك پكې وژل كيږي هم بندې كړي.
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې په هيواد كې جګړو زوراخيستى او په دې وروستيو ورځو كې كابل هم د خونړيو پېښو شاهد و

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA