ads

افغانانو ته د كډوالۍ له خاصو ويزو له وركړې يو شمېر امريكايي سناتورانو ملاتړ وكړ

يو شمېرامريكايي سناتورانو د هغه طرحې ملاتړ كړى چې پر بنسټ يې هغه افغانانو ته د كډوالۍ د ځانګړو ويزو د زياتولو غوښتنه شوې وه چې په افغانستان كې يې له امريكايانو سره كار كړى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 کب 1395
افغانانو ته د كډوالۍ له خاصو ويزو له وركړې يو شمېر امريكايي سناتورانو ملاتړ وكړ

يو شمېرامريكايي سناتورانو د هغه طرحې ملاتړ كړى چې پر بنسټ يې هغه افغانانو ته د كډوالۍ د ځانګړو ويزو د زياتولو غوښتنه شوې وه چې په افغانستان كې يې له امريكايانو سره كار كړى دى.
يو شمېر جمهوري غوښتونكو او ديموكراتو سناتورانو د چارشنبې په ورځ يوه لايحه وړاندې كړه چې پربنسټ به يې 2500 د كډوالۍ ځانګړې ويزې هغه افغانانو ته وركړل شي چې په ستونزمنو شرايطو كې يې له امريكايانو سره په افغانستان كې كار كړى دى.
جمهوري غوښتونكي سناتور او د امريكا د سنا جرګې د پوځي خدمتونو د كمېټې مشر جان مكين د دغه لايحې د معرفي كولو پرمهال وويل، د دغه ويزو له صدور څخه هدف د هغه افغانانو ملاتړ دى چې له تروريزم سره په مبارزه كې يې له امريكايانو سره مرسته كړې ده.
دغه لايحه وروسته له هغه وړاندې كيږي چې د روانې مارچ مياشتې په لومړيو كې په كابل كې د امريكا سفارت د هغه افغان ژباړونكواو نورو هغه افغانانو لپاره چې په افغانستان كې يې له امريكايانو سره كار كړى د مركو لړۍ او د ځانګړو ويزو ياSIV  صادرول بند كړي وو.
دا په داسې حال كې ده چې د افغان ژباړونكو لپاره د كډوالۍ د ځانګړو ويزو  صادرول په ۲۰۰۸ ميلادي كال كې د امريكا د كانګرېس له خوا پيل شول او وروسته له هغه دغه ويزې ټولو هغه افغانانو ته وركول كېدې چې لږ ترلږه يو كال يې له  امريكايانو سره په افغانستان كې كار كړى وي.
ويل كيږي چې له هغه وخت راهيسې تر اوسه پورې شل زره افغان ژباړونكي له خپلو كورنيو سره امريكا ته تللي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA