ads

په ټولنیزه سوله کې د ښځو ونډه

د سولې عالي شورا چارواکي وایي، دوی د ټولنیزې سولې د راتګ لپاره د ختیځو ولایتونو د ښځو د فعالې ونډې غوښتنه کوي.

نویسنده: sarwan
25 کب 1395
په ټولنیزه سوله کې د ښځو ونډه

د سولې عالي شورا چارواکي وایي، دوی د ټولنیزې سولې د راتګ لپاره د ختیځو ولایتونو د ښځو د فعالې ونډې غوښتنه کوي.
د سولې عالي شورا چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵شمېره پریکړهلیک له مخې د ټولنیزې سولې د راتګ لپاره د ختیځو ولایتونو له ښځو د همکارۍ او فعالې ونډې غوښتنه کوي، چې دوی وکړای شي، سوله له خپلې کورنۍ پيل کړي.
دغه خبرې په ختیځ کې د سولې عالي شورا غړو د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵شمېره پرېکړهلیک په ملاتړ د ختیځو ولایتونو د ښځو په یوه ورځني کنفرانس کې وکړې.
د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ننګرهار ته یې د سفر هدف د ختیځو ولایتونو له ښځو په ټولنیزه سوله کې د ونډې غوښتنه ده.
نوموړې وایي، دوی غواړي چې له دغې لارې کورنی تاوتریخوالی په سولې او امن بدل کړي: ((ننګرهار ته مو د سفر هدف دا و، څو د ختیځ ښځې دې ته لېواله کړو چې دوی څنګه کولای شي، په ټولنیزه سوله کې خپل رول ادا کړي.))
د سولې عالي شورا مرستیاله وایي، د دغې شورا د رهبرۍ په کچه یې د ښځو ونډه زیاته کړې، چې په هېڅ برخه کې د ښځو ونډه کمرنګه نه شي.
هغه زیاتوي، چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ یې د سولې په تړون کې د ښځو حقونو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي، چې د یاد تړون ټولې برخې عملي کړي: ((د ښځو د پوره ونډې اخستو لپاره موږ په رهبرۍ کچه ښځو ته وخت ورکړی او بل دا چې له حزب اسلامي سره په تړون کې هم د ښځو حقونو ته زیاته پاملرنه شوې ده.))
له بل لوري د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، دوی هڅې پیل کړې، چې په کورنیو کې د اجتماعي سولې فرهنګ دود او له دغې لارې وکړای شي، خلک د سولې راتګ ته وهڅوي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل له رسنیو سره خبرو کې وویل، که چېرته د سولې عالي شورا په چوکات کې د ښځو ونډه زیاته او واک ورکړل شي، شونې ده چې پایلې يې مثبتې وي: ((زموږ غوښتنه داده که چېرته د سولې شورا په چوکاټ کې ښځې وټاکل شي نو شونې ده چې پایلې به يې ښې وي او بل دا چې دا د هرې ښځې دنده ده چې په سوله کې خپله ونډه زیاته کړي.))
په همدې حال کې بیا د یاد کنفرانس یو شمېر ګډنوالې ښځې وایي، که چېرته د ښځو په وړاندې د ناامنۍ او نارينهواکۍ فرهنګ ختم شي، نو د ټول ختیځ ښځې کولای شي، چې د عملي سولې په را تګ کې هڅې وکړي.
دوی دغه راز د ښځو چارو په ریاست او د سولې شورا په ولایتي کمیټه نیوکه وکړه، چې تر اوسه یې په سوله کې د ښځو د ونډې په اړه هېڅ نه دي کړي.
د ننګرهار اوسېدونکې او د دغه کنفرانس ګډونواله مدينه وايي: ((ننګرهار کې دا دوه ستونزې د ښځو په وړاندې دي چې دوی نه پریږدي خپله ونډه ادا کړي؛ یو ناامني او بل د نارينهوو واک.))
له بل لوري ددغه کنفرانس بله ګډونواله مسعوده حیدري وايي: ((که چېرته د مېرمنو په وړاندې ستونزې حل شي او دوی ته وخت ورکړل شي، نو هر ډول همکارۍ ته اماده دي.))
د سولې عالي شورا په داسې حال کې د ختیځو ولایتونو له ښځو د ټولنیزې سولې په راتګ کې د همکارۍ غوښتنه کوي، چې د یو شمېر شنونکو په باور که چېرته د سولې شورا په ولایتي کمېټو کې د بې ځایه لګښتونو مخنیوی وشي او دغه پیسې د ښځو د ټولنو له لارې د عامه پوهاوي په برخه کې ولګول شي، ښايي پایلې یې مثبتې وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA