په پاکستان کې شپږمه سرتاسري كور شمېرنه او سر شمېرنه نن پيل شوه.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې په پنجاب ايالت، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې به لومړى د درېيو ورځو لپاره د کورونو شمېرنه ترسره او وروسته به د خلكو شمېرنه پيل شي.
د سر شمېرنې د پيل مراسم به د پاكستان جمهور رييس ممنون حسين په رسمي توګه پرانيزي.
دا په پاکستان کې وروسته له نولسو کلونو څخه سر شمېرنه بلل کېږي.
بل خوا د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو ملتپاله پښتنو ګوندونو له دې سر شمېرنې سره بايکاټ اعلان کړى دى.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، چې ښايي په دې سر شمېرنه کې د پښتنو شمېر کم وښودل شي.
په پاکستان کې په لومړي ځل سر شمېرنه د دغه هېواد له رامنځته کېدو څلور کاله وروسته يعنې په ۱۹۵۱م کال کې ترسره شوه، چې هغه مهال يې نفوس شاوخوا پنځه دېرش ميليونه ښودل شوى و، خو اوس يې نفوس نېږدې دوه سوه ميليونو ته رسېږي.