ads

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله سږ کال د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی ۳ په سلو کې زیات شوی. دغه شمېرې داسې مهال څرګندېږې چې د تېرو کلونو په پرتله په ټول افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زیات شوی.

نویسنده: sarwan
25 کب 1395
د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله سږ کال د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی ۳ په سلو کې زیات شوی. دغه شمېرې داسې مهال څرګندېږې چې د تېرو کلونو په پرتله په ټول افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زیات شوی.
په کــندهــار کې داسې مهال د ښځــو له نړیوالې ورځې لمانځنه وشوه چې لا هم د دې ولایت ښځې د تاوتریخوالي له بېلا بېلو ډولونو سره مخ دي.
په کم عمر کې د نجونو ودول، د ښځو وهل ټکول، له کوره تېښتې، بې سوادي او ناوړه اقتصادي وضعیت په کندهار ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ډولونه او د هغه سببونه دي.
د کندهار د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ په دغه ولایت کې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی ۳ په سلو کې ډېر شوی دی.
اڅکزۍ زیاتوي، روان کال يې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۲ پېښې ثبت کړې دي چې تېر كال دغه شمېره تر ۱۹۳ وانه وښته.
نــوموړې زیــاتوي، د ښــځــو په وړاندې د تاوتريخوالي یو شمېر ثبت شوو پېښو ته رسېدنه شوې او ځينې نورې هم د حل په هدف، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوېدي.
اڅکزۍ زياته کړه چې، د دغه ۲۲۲ پېښو له منځه يې ۱۱۶د کورني تاوتريخوالي، ۳۷ د تفريق، ۱۶ له کوره د تېښتې، ۹ د میراث د نه ورکړې، ۱ د یرغمل کولو یا تښتونې، ۱ د ځان سوځونې، ۲ د کم عمره ودونو، ۲ د جبري ودونو او ۸ هم د وژنې پېښې دي.
په دغه مراسمو کې د کندهار د سرپرست والي ترڅنګ، د استيناف محکمې او څارنوالۍ رييسانو، د ولايتي شورا غړو، د يو شمېر سکتوري ادارو رئيسانو او ډېر شمېر ښځو برخه اخیستې وه.
د کندهار سرپرست والي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې ښځو ته به د لوړو زدهکړو تر څنګ د کار زمينه برابره کړي.
نوموړي زياته كړه، په همدې هدف يې د ښځو لپاره د حرفوي زدهكړو او سواد زدهکړې كورسونه پرانيستي او د لاسي صنايعو د پراختيا په هدف يې د هغوی لپاره بېلا بېلې پروژې پلان کړې دي.
له بل لوري د کندهار ښځينه فعالانې په مېرمنو غږ کوي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او د خوندي ژوند تېرولو لپاره دې مبارزې ته راودانګي.
دوی وايي، ټولې ښځې باید د خپلو ستونزو د هواري لپاره مبارزه وکړي او د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.
یوه مدني فعاله وايي، افغانانو د ملالې په څېر خور او د نازو انا په څېر مور درلوده او نورې ښځې هم که د خپلو حقونو لپاره کار او مبارزه وکړي، ملاله او نازو ترې جوړېدای شي.
نوموړې زياتوي، كه نارينه د ټولنې يوه برخه جوړوي، نو ښځې هم د ټولنې بله برخه ده او دا مسووليت لري چې د هېواد په ودانولو كې برخه واخلي.
هغې له ټولو ښځو غوښتنه وکړه چې له تاوتريخوالي سره د مخ کېدو پر وخت دې سملاسي اړوندو بنسټونو ته مراجعه وکړي او د خپل حق د اعادې غوښتنه دې وکړي څو يې پېښو ته رسېدنه وشي.
د کندهار د ښځو چارو ریاست وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف يې د عامه پوهاوي بېلا بېل پروګرامونه په لاره اچولي دي او د دې تر څنګ يې سلګونو ښځو ته د حرفوي زدهکړو پروګرامونه جوړ کړي دي چې وکولای شي د دولت په ملکي او پوځي برخو کې دندې ترلاسه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA