ads

د سردار داوود خان پر روغتون د بريد په تړاو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

د سردارمحمد داوودخان په روغتون د بريد په اړه څېړونكي كمېسيون د خپلو څېړنو لومړنۍ پايلې له رسنيو سره شريكې كړې، خو لكه څرنګه چې د خلكو او رسنيو تمه وه په دې پايلو كې هغه څه نه ښكارېدل.

نویسنده: sarwan
25 کب 1395
د سردار داوود خان پر روغتون د بريد په تړاو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

د سردارمحمد داوودخان په روغتون د بريد په اړه څېړونكي كمېسيون د خپلو څېړنو لومړنۍ پايلې له رسنيو سره شريكې كړې، خو لكه څرنګه چې د خلكو او رسنيو تمه وه په دې پايلو كې هغه څه نه ښكارېدل.
حكومت د سردارمحمد داوودخان په روغتون د تېرې اوونۍ له بريد وروسته د ملي دفاع وزارت د مرستيال هلال الدين هلال په مشرۍ د څېړنو لپاره يو كمسيون وګماره.
جنرال هلال الدين هلال د چارشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د ياد بريد په تړاو څلورويشت تنه شكمن كسان نيول شوي، ((په دې بريد کې د روغتون امنيتي، كشفي او اداري كسان شامل دي، چې حتا دا كسان ځينې يې جنرالان هم دي او اوس مهال نيول شوي دي)).
هغه زياته كړه، چې بريدګر په وسلو، لاسي بمونو او برچو سمبال وو، چې په روغتون كې يې په ډاكټرانو، ناروغانو او د روغتون په كاركوونكو بريدونه كول.
د ملي دفاع وزارت مرستيال په ورته وخت كې وايي چې په روغتون كې له وړاندې چاوديدونكي توكي نه وو ځاى پرځاى شوي او په وينا يې په همغه ورځ چې بريد وشو يو موټر چې جعلي پليټ يې درلود له پنځو تنو بريدكوونكو سره د امنيتي كسانو د غفلت له كبله روغتون ته ننوتلى دى(( موږ داسې کوم شواهد ونه موندل چې دا دې د روغتون په دننه کې پلان شوي وي)).
خو د چارو يو شمېر شنونكي وايي، حكومت په هغه ډول چې د خلكو تمه وه نه څېړنې وكړې او نه يې هم هغسې پايلې اعلان كړې.
د سياسي چارو شنونكى شېرالله جبارخيل وايي، په دې او دې ته ورته په نورو پېښو كې په لوړه كچه همكاري كيږي او په وينا يې حكومت د هغه كسانو له افشا كولو څخه چې همكاري كوي ناتوانه دى.
نوموړى زياتوي(( په داسې بريدونو كې هغه څوك چې همكاري كوي هغه د څېړنو پر وړاندې هم خنډونه رامنځته كوي او هم د څېړنو د پايلو د اعلان مخه نيسي)).
پوره يوه اوونۍ وړاندې د تېرې اوونۍ د چارشنبې په ورځ يوه ډله وسلوالو د سردارمحمدداوودخان په روغتون ډله ييز وسلوال بريد وكړ چې له اووه ساعته جګړې وروسته دغه بريد دلسګونو كسانو په مرګ ژوبلې سره پاى ته ورسېد او د ياد بريد پړه هم داعش ډلې په غاړه واخيسته.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA