ads

خوست د بوټو او نیالګیو په تولید کې پر ځان بسیا شوی

په دې وروستیو کې په خوست ولایت کې د کر او کروندې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي. دا چې اوسمهال د پسرلي په درشل کې يو، له همدې کبله د کرنې د سکتور کاروباریانو د نیالګیو د روزنې او تولید فارمونه جوړ کړي. دوی وايي په دې هڅو سره يې خوست ته د نیالګیو له واردولو مخه نيولې او ټول یې خپله روزلي او تولید کړي دي.

نویسنده: sarwan
25 کب 1395
خوست د بوټو او نیالګیو په تولید کې پر ځان بسیا شوی

په دې وروستیو کې په خوست ولایت کې د کر او کروندې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي. دا چې اوسمهال د پسرلي په درشل کې يو، له همدې کبله د کرنې د سکتور کاروباریانو د نیالګیو د روزنې او تولید فارمونه جوړ کړي. دوی وايي په دې هڅو سره يې خوست ته د نیالګیو له واردولو مخه نيولې او ټول یې خپله روزلي او تولید کړي دي.
د نرسریو خاوندان وايي، تر دې وړاندې به دوی تر ډېره بوزغلي له نورو ولایتونو او پاکستان راوړل، چې د لارو د بندښت او نورو ستونزو له کبله به له ګڼو ستونزو سره مخ کېدل، خو اوسمهال يې خپله دغه ډول فارمونه جوړ کړي او د نورو ولایتونو او بهر له احتیاج خلاص شوي دي.
دوی ټینګار لري چې د خوست له اقليم او هوا سره سم هر ډول بوټي لري او د پاکستاني بوټو په پرتله يې بيې هم ټيټې دي.
اسماعیل د همدې کسانو له ډلې دی او په خوست کې نرسري لري. نوموړی وايي، سږ کال له پاکستانه د میوې، ګلانو او ونو بوټي نه دي راوړل شوي، د خوست په ځینې سیمو کې د نیالګیو د روزنې فارمونه جوړ شوي او له پلخمري، لغمان او کندوز هم راوړل شوي دي: ((پاکستاني نیالګي د خوست په خاوره کې ښه نتیجه نه ورکوي، ځکه هوا او خاوره يې له خوست سره توپیر لري. موږ همدا پاکستاني تخمونه خوست کې کرو، دلته له اقليم سره سم لويېږي او بیا یې پلورو، له پاکستان يوازې تخم راوړو. که چېرې حکومت تخمونه هم راکړي، نو له پاکستان څخه به د تخمونو واردولو ته هم اړتیا نه وي او دواړه به مو خپل وي.))
ګل بهار هم د نیالګیو او بوټو د روزلو دوه جریبه فارم لري، نوموړی وايي، له اتو کلونو په همدې کاروبار بوخت دی، ګلان او د میوې او ښکلا لرونکي هر ډول نیالګي یې کرلي او ښار کې يې د پلور ځای ورته برابر کړی دی.
هغه زياتوي، سږ کال یې د تېرو هغو په پرتله کاروبار ښه شوی دی او هر نیالګی پلورونکی د ورځې شاوخوا ۲۵زره افغانۍ عواید لري: ((پاکستاني بوټي کمزوري دي، تر اوسه یې ښه نتیجه نه ده ورکړې، د پخوا په پرتله خلک هم پوه شوي او وطني بوټو ته ډېر ارزښت ورکوي.))
جنت شاه یو باغوان دی، په دوه نیم جريبه ځمکه يې باغ کرلی دی. هغه وايي، هر ډول وطني مېوه لرونکي بوټي لري: ((باغ کې مې ټول نیالګي وطني دي، ښه مېوه راکوي. د خوست له نورو اوسېدونکو مې هم دا غوښتنه ده، چې خپلو بوټو او نيالګیو ته ارزښت ورکړي، ځکه په دې سره به مو له خپلو بزګرانو سره هم مرسته کړې وي او د دوی پر ځان باور به هم ډېر وي.))
د نرسریو او باغونو خاوندان وايي، د نوي کال په رارسېدو سره تر دې مهاله له پاکستانه یوازې یو موټر نيالګي راوارد شوي، دوی وايي، له نورو ولایتونو هم نیالګي او ګلان دغه ولایت ته راوړل شوي، خو اوس خوست تر ډېره په دې برخه کې پر ځان بسیا شوی، پخوا يې خپله ورته پام نه و چې دوی دې خپل فارمونه ولري.))
بشرګل هم د بوټو د روزلو او پلور کاروبار کوي. نوموړی وايي، ډېر مېوه لرونکي نيالګي يې روزلي او د مالټې او املوکو بوټي يې ان له لغمانه راوړي دي: ((تر ۷زرو نیالګي مې خپله کرلي، دا دی اوس مې دلته ښار کې د پلور لپاره ورته ځای جوړ کړی دی، په ټول دغه فصل کې تر دې مهاله له پاکستان څخه یوازې یو موټر نيالګي راوړل شوي چې هغه هم چندان ونه پلورل شول او بیا چا زړه ښه نه کړ چې نور راوړي.)) بشرګل وايي چې اوس یې د نیالګیو د کر او روزنې کاروبار کې د پام وړ تجربه ترلاسه کړې.
له بل لوري د خوست ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس سمیع الله نصرت وايي، په خوست ولایت کې اوس مهال د نيالګیو د پام وړ خصوصي او دولتي فارمونه شته: ((په خوست کې اوولس مسلکي قوریې لرو، چې څلور يې دولتي او نورې خصوصي دي.))
له وروستیو کلونو راهيسې د خوست ځايي اداره هڅه کوي چې د کرنې په برخه کې دغه ولایت پر ځان بسیا کړي چې وروستیو کې يې دې هڅو ګل راوړی او په ډېرو برخو کې خوست پر ځان بسیا شوی دی.
تر دې وړاندې کلید په پرله پسې ډول له خوست ولایت د کرنې په بېلا بېلو برخو کې د ځان بساینې راپورونه لرل. اوس مهال د خوست سبزي حتا نورو ولایتونو او پاکستان ته هم صادرېږي او په دغه ولایت کې د چرګوړو د يوه لوی فارم د جوړولو کارونه هم پیل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA