322
۲۵ کب ۱۳۹۵
لیکونکی: کليد

اوبه د ژوند اساسي اړتیا

افغانستان چې د درېيمې نړۍ هېواد بلل کېږي، په نورو برخو کې د ستونزو تر څنګ د پاکو اوبو د رسولو په سيستم کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی. په دغه هېواد کې د نړیوالې ټولنې د یوې نيمې لسيزې کار او پانګونې وروسته هم هر څه په پخواني حال دي، لا هم د افغانستان ډېره برخه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او حکومت هم په دې برخه کې د پام وړ څه نه دي کړي.
که څه هم اوس اوس د ملي يووالي حکومت ژمنه کړې چې هڅه کوي په افغانستان کې پاکو اوبو ته د خلکو د لاس رسي کچه ۷۶ فیصده ته پورته کړي، خو دغسې څه تر ډېره عملي نه ښکاري، ځکه د لرې پرتو سيمو تر څنګ د افغانستان په لویو ښارونو کې پاکو اوبو ته لاسرسی محدود دی او په ځانګړي ډول د خلکو له لوري د خپلسرو ودانیو جوړولو د دغه چارې په وړاندې ستونزې راټوکولې دي.
د حکومتي ادارو په خبره، د ماسټر پلان خلاف او په خپلسري ډول د لوړو ودانیو او د هغه لپاره د غیر ستندرد کانالېزاسیون جوړول ددې سبب شوي چې د ښارونو اوپه تر لوړې کچې ککړې او ستونزې لا ډېرې شي. د افغانستان په ډېری سيمو کې خلک په خپل سر لوړ پوړيزې ودانۍ جوړوي او په دې برخه کې حکومت هم کوم داسې معیارونه له خلکو سره نه دي شريک کړي چې د هغه له مخې کورونه او ودانۍ جوړ کړي، یوازې هومره چې باید له درېیو پوړونو لوړې نه وي. په نورو هېوادونو کې د ودانیو د جوړولو او د هغه اړوند ټولو سيستمونو لپاره ځانګړي اصول او قوانين ټاکل شوي دي چې په ټولو خلکو یو ډول پلي کېږي. خو له بده مرغه افغانستان کې دغسې څه یا وجود نه لري او یا که وجود هم ولري، په ټولو یو ډول نه پلي کېږي او زورواکي له دغه ډول اصولو مستثنا دي.
تر ټولو مهمه مسله دا ده چې حکومت باید د ښارونو د تر ځمکه لاندې اوبو د ککړتیا مخه ونيسي ځکه په ښارونو کې ټول خلک په خپلو کورونو کې له کیندل شوو څاګانو استفاده کوي او که چېرې تر ځمکه لاندې ککړېږي او د اوبو ایمني اصول نه مراعاتېږي ښايي دغه څه په یوه بحران واوړي او د ښارونو اوسېدونکي له رنګا رنګ ستونزو او ناروغیو سره مخ کړي.
په دویم ګام کې باید حکومت د هغو سيمو لپاره چې اوبه یې له وړاندې ککړې شوې دي له نورو سيمو د اوبو رسولو د پروژو له لارې پاکې اوبه ورسوي او په دغو سيمو کې له ککړو اوبو د خلکو د استفادې مخه ونيسي.
که څه هم افغانستان کې په کورونو کې د کیندل شوو څاګانو له اوبو استفاده معمول خبره ده خو ډېری نورو هېوادونو کې بیا لویو ښارونو ته د اوبو د رسولو پروژې پلان او جوړې شوې دي او ټولې اوبه يې له طبيعي او پاکو سيمو رسول کېږي.
د یادولو ده چې افغانستان د طبیعي او پاکو اوبو سرشاره سرچينې لري او له دې درکه هېڅ ډول کمی نه لري، دغه اوبه که د څښاک لپاره کارېږي او که د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره، خو اصلي بحث د اوبو د مدیريت دی چې له بده مرغه پکې پاتې راغلي یو او تر دې مهاله له دغو اوبو هېڅ ډول استفاده نه ده شوې.
نو له همدې کبله حکومت ته ښايي، د افغانستان له اوبو په ښه ډول استفاده وکړي، د ترځمکه لاندې اوبو د ککړتیا مخنیوی وکړي او دغه راز له نورو سيمو هم ښارونو ته د پاکو اوبو د رسولو پروژې پلې کړي.
که څه هم شمېرې ښيي چې وروستیو کې په دې برخه کې پرمختګونه شوي خو په هغه ډول نه دي چې د خلکو هيله ده. د هغو شمېرو له مخې چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د احصايې د مرکزي ادارې له لوري خپرې شوې دي، د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی له ۴۵ څخه ۶۴ فیصده ته پورته شوی دی خو د خلکو په خبره، ۱۵ کلونو او بې شمېره نړیوالو مرستو ته په کتو دغه څه د پام وړ نه شي بلل کېدای.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *