ads

پکتيکا کې د درېيو قوماندانو په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي

د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د زېړوک ولسوالۍ اړوند د تنګي په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد په پايله کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
24 کب 1395
پکتيکا کې د درېيو قوماندانو په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي

د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د زېړوک ولسوالۍ اړوند د تنګي په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد په پايله کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت د مطبوعاتو مسوول محمدرحمن اياز په دې اړه کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د پکتيکا ولايت د زېړوک ولسوالۍ په تنګي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
اياز وايي، چې دغه طالب قومندانان دوه يې افغان وزيرستاني او حذيفه نومېدل.
نوموړی وايي، چې په وسله والو طالبانو ياد بريد هغه مهال ترسره شوی، چې کله يې د يوه وژل شوي طالب قوماندان کرامت خان د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی وو.
د سرچينې په خبره کرامت خان د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان و، چې په سيمه کې يې په ګڼو بريدونو او وژنو کې لاس درلود، چې په وروستيو کې د ولسي خلکو له لوري وژل شوی و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادوني وړ ده، چې زېړوک د پکتيکا يوه له هغو ولسواليو څخه ده، چې يوازې د ولسوالۍ په مرکز کې يې دولت حاکميت لري او نورې برخې يې د وسله والوطالبانو ترکنټرول لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA