ads

غزني کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

امنيتي سرچينې د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په اړوندو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۱۲ وسله والو او ۲ امنيتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
24 کب 1395
غزني کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

امنيتي سرچينې د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په اړوندو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ۱۲ وسله والو او ۲ امنيتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د غزني ولايت له امنيې قومندانۍ څخه نن سهار کليد ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو تېره ورځ د دې ولايت د ده يک ولسوالۍ په تاسنګ سيمه کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو، چې د امنيتي ځواکونو د مقاومت په پايله کې د شعيب خان په نامه د يوه طالب قومندان په ګډون ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو د ۲ سرتېرو په ګډون څلور تنه وسله وال ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په وژل شويو وسله والو کې يو شمېر وزيرستانيان هم شامل دي.
خبر پاڼه دغه راز ليکي، چې په يادو نښتو کې د وسله والو طالبانو اړوند يو ميل زيکويک هم له منځه تللی او په ډېره کچه وسلې او مهمات يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA