د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد استخباراتي ادارې سي آى اې ته د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو لپاره نوي واکونه ورکړي دي.
امريکايي ورځپاڼو د چارواکو له قوله ويلي، چې تر دې وروسته بې پيلوټه الوتکې کولى شي د ترهګرو پر شکمنو ځايونو هم هوايي بريدونه وکړي.
د امريكا د پخواني جمهور رييس بارک اوباما د واکمنۍ په مهال دا واک يوازې له سپينې ماڼۍ سره و.
امريکايي رسنۍ وايي، جمهور رييس ټرمپ غواړي د دا ډول بريدونو واک استخباراتي ادارې سي آى اې ته ولېږدوي، ترڅو په واسطه يې د نړۍ په يو شمېر سيمو کې په اصطلاح ترهګر وځپي.