ads

بلخي: كډوالي يوه ګډ نړيوال مديريت ته اړتيا لري

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزير وايي، د كډوالۍ پديده يوه نړيوال ګډ مديريت ته اړتيا لري.
سيدحسين عالمي بلخي يادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له خوا د بېرته راستنېدونكو د ښه مديريت كولو په اړه په وركشاپ كې وكړې.

نویسنده: sarwan
24 کب 1395
بلخي: كډوالي يوه ګډ نړيوال مديريت ته اړتيا لري

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزير وايي، د كډوالۍ پديده يوه نړيوال ګډ مديريت ته اړتيا لري.
سيدحسين عالمي بلخي يادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له خوا د بېرته راستنېدونكو د ښه مديريت كولو په اړه په وركشاپ كې وكړې.
بلخي زياته كړه چې، له ۲۰۱۶ كال راهيسې له ا روپايي هېوادونو څخه ۷۳۲ كسان په جبري توګه را ايستل شوي دي.
هغه په ورته وخت كې زياته كړه، چې د كډوالۍ پديده بايد د مبدا، ترانزيت او مقصد هېوادونو او اړوند نړيوالو موسسو له خوا مديريت شي() د كډوالۍ پديده يوه كډ او څلور اړخيز مديريت ته اړتيا لري او زه چې په لومړيو كې د كډوالو د وزير په توګه وټاكل شوم په همدې باور وم چې هغه وخت د كډوالۍ په مديريت كې بريالي كېدى شو، چې اړوندې خواوې ګډ مديريت ولري)).
په همدې حال كې په افغانستان كې د اروپايي ټولنې مرستيال سفيرجورج كانينګهم وايي، هغه افغان كډوال چې اروپا ته تللي ډېرى به يې بېرته افغانستان ته را ولېږل شي او لږ اندازه به يې په اروپايي هېوادونو كې ومنل شي.
نوموړى زياتوي، چې بيا هم هغه كډوالو چې له اروپايي هېوادونو څخه راايستل شوي د هغه كډوالو چې د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه راځي يو فيصد جوړوي((موږ په ډېر غور سره دغه غوښتنليكونه څېړو او ډېر يې هغه كډوال دي، چې د اقتصادي ستونزو له كبله كډوال شوي دي او له دوى څخه لږ شمېر به يې په اروپا كې ومنل شي)).
نوموړى زياتوي(( هغه كډوال چې له اروپا څخه افغانستان ته لېږل شوي دي د هغه كډوالو په پرتله چې له ايران او پا كستان څخه را ايستل شوي دي ډېر كم دي او ان له يوه فيصد څخه هم كم ګڼل كېږي)).
خو په ورته وخت کې په افغانستان كې د كډوالۍ د نړيوال سازمان مشر لورانس هارت وايي، هغه كډوال چې نوي افغانستان ته راګرځېدلي دي له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي((موږ له ډېرو ننګونو سره مخ يو چې يوه له دې ننګونو څخه هم ناامني ده؛ يوناما په خپل تازه راپور كې خبر وركړ چې په ۲۰۱۶ م كال كې د ملكي وګړو مرګ ژوبله په بې سارې توګه زياته شوې وه)).
لورانس په ورته وخت كې زياتوي((كله چې داسې يوه حساس چاپيريال ته د كډوالو د بېرته را ګرځولو په اړه خبرې كوو نو بايد ډېر احتياط وكړو خو دا يوازې د امنيت موضوع نه ده بلكې د كارموندنې او خدماتوته د لاس رسي موضوع ګانې هم مهمې دي)).
دا په داسې حال كې چې ډېر شمېر افغان كډوال په دوه ګاونډيو هېوادونو پاكستان او ايران كې دي، چې كله نا كله له ډېرو ستونزو سره مخ هم وي او ان داسې راپورونه هم خپاره شوي، له ايران څخه افغان كډوال د سوريې جګړې ته هم لېږل كېږي، چې د كډوالو چارو وزير هم دغه موضوع په يو ډول تاييد كړه او زياته يې كړه چې په سوريه كې يوازې افغانان نه بلكې د نورو هېوادونو وګړي هم ډېر دي.
د بلخي په خبره په ډېرو اسلامي هېوادونو كې روانې جګړې ډېرې پېچلې دي او زياتوي چې حكومتونه هم په دې ډول جګړو كې د خپلو اتباعو د ګډون له مخنيوي څخه ناتوانه كوي((سوريې ته د كډوالو د لېږلو مسئله يوه پېچلې موضوع ده اوس وګورئ، چې په افغانستان كې د هر هېواد خلك جنګېږي خو څوك ملامت كړو، په سوريه كې هم همداسې ده له افغانانو پرته د نورو هېوادونو خلك هم ډېر دي)).
بلخي په ورته وخت كې زياتوي((افغان حكومت هم په دې اړه بې پروا نه دى او د بهرنيو چارو وزارت له ايران سره په دې اړه هم اړيكې نيولې دي خو د دې جګړو پېچلتيا او په كې د وګړو ګډون دولتونه يوه اندازه ناتوانه كړي دي چې مديريت يې كړي)).
دا په داسې حال كې ده چې په تېرو دوه كلونو كې شاوخوا دوه سوه او پنځوس زره افغانان د بې كارۍ له كبله اروپايي هېوادونو ته لاړل، چې له ډېرو ستونزو سربېره يو شمېر يې بېرته افغانستان ته راولېږدول شول خو ګڼ نور يې لا هم په اروپا كې له يوه نامعلوم برخليك سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA