ads

بدخشان كې يوه ښځه خپل ګاونډي وژلې

د بدخشان ولايت په بهارك ولسوالۍ كې يوه ښځه د خپل ګاونډي له لوري په ډزو وژل شوې ده.
د دې ولسوالۍ چارواكي وايي، دا ښځه دوه شپې وړاندې په چپچي مغزار كلي كې وروسته له هغې ووژل شوه، چې د خپل ګاونډي نامشروع غوښتنې ته يې ځان ونه سپاره.

نویسنده: sarwan
24 کب 1395

د بهارك ولسوالۍ د رسنيو دفتر وايي، چې د دې پېښې عامل له دغه قتل څخه يو ساعت وروسته د پوليسو له لوري ونيول شو او په لومړنيو څېړنو كې يې پر خپل جرم اعتراف كړى دى.
په همدې حال كې د بهارك ولسوال محمد عظيم موسوي د دغې پېښې د تاييد ترڅنګ وايي، چې پر يادې ښځې جنسي تېرى نه دى شوى.
د هغه په وينا، تورن كس اوسمهال له پوليسو سره دى او دوسيه به يې ډېر ژر د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ولېږل شي.
د يادونې وړ ده، چې وژل شوې ښځه متاهله وه او څلور اولادونه ترې پاتې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو دوو مياشتو كې لږ تر لږه درې ښځې او نجونې د بدخشان په يُمګان او وردوج ولسواليو او د دې ولايت د مركز فيض اباد ښار په اتمه ناحيه كې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د زنا او له افغان امنيتي ځواكونو سره د همكارۍ په تور وژل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA