د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار د دو شنبې ورځې په چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې او د څلورو ښځو په ګډون ۱۹ کسان ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياندصديق صديقي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، دغه چاودنه مازيګر شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند په تايمني سيمه کې شوې ده.
د نوموړي په ويناپه دې چاودنه کې يو کاسټر ډوله موټر د چسپکي ماين په مټ په نښه شوی دی.
تر اوسه روښانه نه ده، چې په نښه شوی کاسټر موټر کومې ادارې پورې تړاو لري، خو صديقي وويل، چې پوليسو په دغه موټر کې يې د روشن مخابراتي شبکې د کارکوونکو کارتونه ترلاسه کړي دي.
د صديقي د معلوماتو له مخې، چې د کابل پوليسو د دغه بريد په تړاو درې شکمن کسان نيولي هم دي.
د چاودنې مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.