ads

كندهار: د ژېړۍ ولسوالۍ شاوخوا ۳۰ زره جريبه ځمكه له غاصبينو واخيستل شوه

د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ كې شاوخوا دېرش زره جريبه هغه دولتي ځمکه د زورواکو له منګولو خلاصه شوې، چې شاوخوا شل کاله مخکې يې قبضه كړې وه.

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
كندهار: د ژېړۍ ولسوالۍ شاوخوا ۳۰ زره جريبه ځمكه له غاصبينو واخيستل شوه

د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ كې شاوخوا دېرش زره جريبه هغه دولتي ځمکه د زورواکو له منګولو خلاصه شوې، چې شاوخوا شل کاله مخکې يې قبضه كړې وه.
د ژېړۍ ولسوال جمال اغا وايي، د ځمكې بېرته راګرځېدو لپاره يې د ولايتي اداري په پوره همکارۍ يو پلان جوړ کړ.
د هغه په وينا، يادې ځمكې يې خلکو ته په اجاره ورکړي، چې هم يې خلکو او هم يې دولت ته ګټه رسېږي.
اخوا د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، په کندهار ښار او ولسواليو کې تر دې مهاله څلور دېرش زره جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې ده، چې ژېړۍ ولسوالۍ يې ښه بېلګه ده.
د نوموړي په وينا، د تېر لمريز کال له پيل څخه يې په دې اړه هلې ځلې ډېرې کړې دي.
بايد ياده شي، چې دا مهال په ژېړۍ، ميوند، پنجوايي، دامان، ډنډ او يو شمېر نورو ولسواليو، همدا راز په کندهار ښار کې د ځمكو د غصب د مخنيوي پوره هڅې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA