ads

قومي شوراګانو د ولس او حکومت ترمنځ واټن کم کړی

د قومونو او قبایلو چارو ریاست څو میاشتې وړاندې د پکتیا ولایت په څلورو ولسوالیو لجه منګل، احمدخیل، څمکنیو او میرزکې ولسوالیو کې له شاوخوا شلو قومي شوراګانو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل. د دغه تړونونو له مخې به قومي شوراګانې د ولس او حکومت ترمنځ پرتې ستونزې تر چارواکو رسوي او حکومت به يې په بدل کې پروژې پلې کوي.

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
قومي شوراګانو د ولس او حکومت ترمنځ واټن کم کړی

د قومونو او قبایلو چارو ریاست څو میاشتې وړاندې د پکتیا ولایت په څلورو ولسوالیو لجه منګل، احمدخیل، څمکنیو او میرزکې ولسوالیو کې له شاوخوا شلو قومي شوراګانو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل. د دغه تړونونو له مخې به قومي شوراګانې د ولس او حکومت ترمنځ پرتې ستونزې تر چارواکو رسوي او حکومت به يې په بدل کې پروژې پلې کوي.
د قومونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وایي، د توحید د ټولنيزو او پراختیایي چارو موسسې دغه شوراګانو ته د دوی په سیمه کې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي. د توحید د ټولنیزو او پراختیایي چارو موسسې استازی سیدایاز میوند وایي، شاوخوا شل پروژې يې ګټې اخستنې ته سپارلې دي: ((موږ هرې شورا ته د څښاک د پاکو اوبو ژورې څاګانې ايستلې دي، دغې پروژې په څلورو ولسوالیو کې پلې شوې، له دغو څاګانو څخه به ګڼې کورنۍ ګټه واخیستلی شي.))
نوموړی وايي، دغه پروژې په درېیو میاشتو کې پلې شوې دي: ((ولسونه ستونزې لري، د شوراګانو له جوړېدو مو هدف دا دی چې دوی حکومت ته د ولسونو ستونزې ورسوي او حکومت يې په حلولو کې کوټلي ګامونه واخلي.))
د پکتیا د قومونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وایي، قومي شوراګانې د ولس او حکومت ترمنځ د واټن د راکمولو، د امنیت ټينګښت، سولې راوستلو او خپل منځي اختلافاتو د حل په برخه کې کار کوي. د پکتیا د قومونو او قبایلو چارو ريیس یعقوب شمس کلید ته وویل، هڅه کوي د دغه شوراګانو له لارې نورې پروژې هم پلې کړي: ((موږ په همدې کار کوو چې د پکتیا ولسونو ته نورې پروژې هم راجلب کړو او د دغه شوراګانو له لارې يې پلې کړو، چې د خلکو ستونزې حل شي او د حکومت او ولس تر منځ واټن هم راکم شي.))
نوموړی زياتوي، د شوراګانو جوړېدو ښې پایلې لرلې دي او هڅه کوي، دغه شوراګانې د پکتیا په نورو ولسوالیو کې هم جوړې کړي: ((د دې څلورو ولسوالیو شوراګانو ډېره ښه پایله لرلې ده، دوی له موږ سره همکاري کړې ده، په لرې پرتو سیمو کې یې زموږ کارونه اسانه کړي دي، که څه هم دا لومړی ځل و چې دغه بهیر ازمویل کیږي، خو موږ ترې راضي یو او د دغه بهیر د پراخولو په تکل کې يو.))
له بل لوري د سیمې اوسیدونکي هم د دغه پروګرام له پلي کېدو خوښ دي او په راتلونکي کې له حکومت سره د نورو همکاریو ټټر وهي. د احمدخېلو ولسوالۍ قومي مشر حاجي سخيجان وایي، قومي شوراګانو له حکومت سره په امنیت راوستلو کې مرسته کړې ده: ((موږ د سرحدونو او قبایلو چارو له ریاست څخه ډېر خوښ یو چې دغه پروګرام یې په لاره اچولی دی، موږ ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.))
نوموړي وایي دوی هم تل هڅه کړې چې له حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري وکړي: ((موږ د خپلو ستونزو او له حکومت سره د همکارۍ په هدف ډېرې غونډې کړې دي او خپلې ستونزې مو د همدې شوراګانو له لارې تر مسوولو چارواکو رسولې دي.))
له بل لوري مدني فعالان او ځوانان هم د قومونو او قبایلو چارو ریاست دغه ګام ستايي او د ولس او حکومت په نېږدې کولو کې يې اغېزناک ګڼي. د ودان افغانستان ګوند د پکتیا ولایتي کمېټې مشر نثار حبیب وایي، هیله ده چې دغه ډول نورې پروژې هم چې په پکتیا ولایت کې ورته اړتیا وي پلې شي: ((دغه کار د ولس او حکومت په نږدېوالي کې مهم رول لوبوي، خو د حکومت له لوري دغه شوراګانو ته ورکړل شوې پروژې باید اړتياوو ته په کتو پلې شي او د کیفیت تر څنګ يې باید شفافیت ته هم پام وشي.))
د یادولو ده چې دغه شوراګانې د لومړي ځل لپاره څلور میاشتې وړاندې د قومونو او قبايلو چارو رياست په نوښت رامنځته شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA