ads

د کابل ملاتړ، خو څه ډول؟

په داسې حال کې چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله ناامنۍ پراخې شوې، د امریکا سنا کې د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور جان مک‎کېن د روانې لمريزې میاشتې په ۱۳مه د امریکا پر جمهور ريیس ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې دې هېواد ته دې پاملرنه زیاته کړي. نوموړي وویل: ((جمهور ريیس ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره باید افغانستان سره هماغسې بېړنی او عاجل چلند وکړي لکه د داعش ډلې پرضد جګړې ته چې نیت لري.))

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
د کابل ملاتړ، خو څه ډول؟

په داسې حال کې چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله ناامنۍ پراخې شوې، د امریکا سنا کې د وسله‎والو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور جان مک‎کېن د روانې لمريزې میاشتې په ۱۳مه د امریکا پر جمهور ريیس ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې دې هېواد ته دې پاملرنه زیاته کړي. نوموړي وویل: ((جمهور ريیس ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره باید افغانستان سره هماغسې بېړنی او عاجل چلند وکړي لکه د داعش ډلې پرضد جګړې ته چې نیت لري.))
سناتور جان مک‎کېن خبرداری ورکړ، که افغانستان ته پاملرنه ونه شي روان وضعیت به په دې هېواد کې په سټراټیژیکه ناکامۍ تمام شي: ((تېروتنه باید ونه شي افغانستان په شدت زموږ د شریک دښمن څخه د خپلو هېواد د دفاع لپاره مبارزه کوي. خو موږ هم باید دا درک کړو چې امریکا اوس هم په افغانستان کې د هغو ترهګرو دښمنانو پرضد جګړه کې ښکېل ده چې زموږ پر هېواد یې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه کړي وو.)) سناتور جان مک‎کېن زیاته کړه: ((اړتیا ده چې افغانستان هم زموږ د لومړیتوبونو په سر کې و اوسي.))
خو اوس پوښتنه دا ده چې امريکا به څه ډول د افغانستان ملاتړ کوي چې دغه هېواد له روان بحراني وضعیت ووځي؟ یو انتخاب هم افغانستان ته د نورو امريکايي سرتېرو استول دي. تېره میاشت افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت امریکايي قومندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا د وسله‎والو خدمتونو کمېټې ته وویل: ((افغانستان کې د اوسني په ټپه دریدلي حالت د بدلون لپاره څو زرو نورو امریکايي او یا هم د ناټو د نورو غړیو سرتېرو ته اړتیا لري چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په ښه توګه وکړی شي.)) که څه هم امريکايي پوځي جنرالان ټینګار لري چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر زياتول د وضعیت له ښه کولو سره مرسته کولی شي خو تېرو تجربو ثابته کړې چې دغه فرضیه چورلټ ناسمه ده، ځکه یوه لسيزه وړاندې چې افغانستان کې له سل زرو زیاتو نړیوالو سرتېرو حضور درلود، د افغانستان امنیتي حالات ترينګلي وو او کوم مثبت اغېز يې نه درلود. له همدې کبله ښايي چې واشنګټن له کابل د ملاتړ په برخه کې په نورو انتخابونو فکر وکړي. له دې منځه یو هم د افغانستان پراخ سياسي ملاتړ دی چې کولای شي په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي. د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامد کرزي او د اوسنی جمهور ريیس اشرف غني د واک پر مهال په لسګونو ځله افغان حکومت په پاکستان کې د ترهګرو د پټن ځایونو په تړاو خپل غږ پورته کړی دی او له نړیوالې ټولنې يې غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو دغه پټن ځایونه له منځه يوسي، خو تر دې مهاله د کابل غږ په هغه ډول نه دی بدرګه شوی چې هيله يې کېږي او په افغانستان کې د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کولای شي. اوس واشنګټن او په ځانګړي ډول د نوي جمهور رييس ډونالډ ټرمپ حکومت ته ښايي چې دغه غږ واوري او پر پاکستان فشار راوړي چې په افغانستان کې د جنګېدونکو وسلهوالو له ملاتړه لاس واخلي.
د دې تر څنګ د امريکا نوي حکومت ته ښايي چې د افغان ځواکونو تجهیز ته مخه کړي او هغه پيسې چې په خپلو سرتېرو يې افغانستان ته په استولو لګوي، په افغان ځواکونو او په ځانګړي ډول د دغه پوځ په هوايي برخه ولګوي چې وکولای شي، له وسله والو سره په جګړه کې ترې کار واخلي. بې له شکه چې د افغانستان اوسني امنیتي ځواکونه د کمیت له پلوه بشپړ دي او شمېر يې ډېر دی، خو د کیفیت له پلوه له پراخو ستونزو سره مخ دی او د وخت هېڅ ډول مجهزې وسلې نه لري. منظم او پیاوړی هوايي ځواک په یوه ويشتمه پېړې کې د نړۍ د هر پوځ یوه مهمه برخه ده خو د افغانستان هوايي ځواک تردې مهاله هم له څو ترانسپورتي الوتکو پرته بل څه نه لري. له همدې کبله ښايي چې د امريکا نوی حکومت د افغان پوځ هوايي برخه ورغوي او پرې پانګونه وکړي، هغه مهال کېدای په افغانستان کې ورځ په ورځ پراخېدونکی جنګ کنټرول کړای شي. دلته یو بل مهم بحث هم د افغان حکومت د فعالې ديپلوماسۍ دی چې ایا کولای شي په خپل استدلال واشنګټن قانع کړي چې پر افغان حکومت او افغان پوځ باور وکړي او هغه تجهیز کړي؟ ویل کېږي په تېره یوه نیمه لسيزه کې یوه ستره ستونزه همدا ده چې نړیواله ټولنه او په ځانګړي ډول امريکا په افغان حکومت او افغان ځواکونو باور نه لري، له همدې کبله يې د افغانستان د هوايي ځواک او توپچي برخې په رغولو کې ناغېړي کړې. د افغان ځواکونو له لوري ډېری وخت په بهرنیو ځواکونو بريدونه شوي او دغه څه ددې لامل شوي چې په دغو ځواکونو د نړیوالو باور کم شي. اوس حکومت ته ښايي چې لږ تر لږه له یوې نيمې لسيزې وروسته دغه وړتیا ومومي چې نړیواله ټولنه قانع کړي څو د افغان ځواکونو په تجهیزولو کې د پام وړ او له زړه هڅې وکړي او که په دغه څه ونه توانېږي کابل به په پوځي برخه کې پر ځان د بساينې وروستي فرصتونه هم له لاسه ورکړي وي او افغانستان به د لسګونو نورو کلونو لپاره هم د سيمې او نړۍ د جګړې ډګر وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA