ads

د ميندو مړينه؛ د بل ژوند د خپل ژوند په بیه

په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې په تړاو اندېښنې له هغه وروسته يو ځل بیا زیاتې شوې چې د يوه راپور له مخې افغانستان د مور او ماشوم د ډېرې مړينې په نوملړ کې له درېیم دويم ځای ته راغلی او اوسمهال له جنوبي سوډان وروسته د ټولې نړۍ دويم هغه هېواد دی چې د مور او ماشوم مړينه پکې ډېره ده.

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
د ميندو مړينه؛ د بل ژوند د خپل ژوند په بیه

په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې په تړاو اندېښنې له هغه وروسته يو ځل بیا زیاتې شوې چې د يوه راپور له مخې افغانستان د مور او ماشوم د ډېرې مړينې په نوملړ کې له درېیم دويم ځای ته راغلی او اوسمهال له جنوبي سوډان وروسته د ټولې نړۍ دويم هغه هېواد دی چې د مور او ماشوم مړينه پکې ډېره ده.
د ګارډين ورځپاڼې د وروستي راپور له مخې، یوازې د افغانستان په ښارونو کې د امیدوارو مېرمنو لپاره په ټيټه کچه اسانتیاوې شته، خو په لرې پرتو سيمو او ولایتونو کې بیا متخصصې ډاکټرانې څه چې ان قابلې هم ډېرې کمې لیدل کېږي.
له بل لوري د ملګرو ملتونو د نفوس نړيوال صندوق يا (UNFPA) یوه سروې هم څرګندوي چې اوس مهال په ولادت د میندو مړينه تر پخوا څو چنده ډېره شوې. د دې سروې له مخې يوازې په غور ولایت کې د يوه کال په موده کې ۱۸سوه مېرمنې په ولادت مړې شوې دي او په ۱۱نورو ولایتونو کې يې د مړينې کچه د دې دوه برابره ده.

د قابلو نشت
د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ښځينه ډاکترانو په ځانګړي ډول قابلو نشت، هغه ستونزه ده چې له کبله يې لا هم ډېری ولادتونه په کورونو کې ترسره کېږي او که د ولادت پر مهال وړې ستونزې هم پېښېږي د مور او ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.
د دغه سيمو اوسېدونکي په حکومت تور پورې کوي چې د دوی په سيمو کې يې روغتيايي اسانتیاوې نه دي رامنځته کړې او ډاکترانې يې هم نه دي روزلې، له همدې کبله هره ورځ د مور او ماشوم د مړينې له پېښو سره مخ کېږي.
له دې سيمو څخه يو هم اروزګان ولایت دی، د دې ولایت د چارچينو ولسوالۍ اوسېدونکی حميداغا وايي چې په دې څو مياشتو کې یې په شاوخوا سيمو کې تر ۱۰ډېرې مېرمنې په اولاد مړې شوې دي: ((زموږ په اکثرو ولسواليو کې کلينيک نشته، که وي هم تش په نامه دی، هلته بیا ښځينه ډاکټره نشته. په اولاد ناروغه مېرمن د ترينکوټ ښار ته راوړو چې ډېری وخت په لاره کې مري. په دې څو مياشتو کې زموږ د شاوخوا کليو تر لسو ډېرې ميندې په اولاد مړې شوې. موږ ډېر ځله ولایت ته شکايت کړی، خو د ناامنيو له کبله څوک زړه نه ښه کوي چې زموږ په ولسوالۍ کې کار وکړي.))
حميداغا په دولت نيوکه کوي چې په دې شپاړسو کلونو کې په دې ونه توانېد چې د دوی په ولسواليو کې امن راولي، ځکه که امن وای، د دوی مېرمنې به له دومره لويو ستونزو سره نه مخ کېدې: ((له يوې خوا امنیت نشته او له بلې خوا د خلکو د تعليم کچه ټيټه ده، له دولت لومړی د امنيت د ټینګښت هيله کوو او بیا ترې غواړو چې زموږ د کليو کلينکونو ته ښځينه ډاکټرانې راولېږي.))
د همدې ولایت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی رحمتګل پوپل هم وايي چې دوی په خپلو سيمو کې د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي سره مخ دي، په ولسوالۍ کې یې کلينيک تش په نامه دی او ډېری وخت ميندې په اولاد مري: ((زما د اکا مېرمن څو ورځې وړاندې په اولاد مړه شوه، ماشومان ترې پاتې شول. لارې خرابې او امنیت نشته، زموږ ډېری ناروغان د ولایت تر روغتون نه رسېږي. په اولاد د مور مړينې ډېرې پېښې لرو، ډېری ماشومان کورونو کې پيداکېږي.))
همداراز د پکتيکا ولایت د کټواز ولسوالۍ اوسېدونکی بصير حيدرخېل وايي چې د دوی په سيمو کې ښځينه ډاکټرانو او قابلو ته ډېره اړتیا ده، خو له بده مرغه چې دوی په خپله سيمه کې ښځينه ډاکټره او قابله نه لري: ((ډېرې مېرمنې مو په ولادت مري، ډاکټره نه لرو، له دولت هيله لرو چې ستونزو ته مو پام وکړي، لومړی دې زموږ د نجونو له پاره ښوونځي او ليسې جوړې کړي، که ښوونځي او لیسې ولرو، خپلې نجونې به مو ډاکټرانې شي بیا به اړتیا نه وي چې له کابل او نورو ولایتونو يې راولو.))

راتلونکې ته هیلې
که څه هم د افغانستان په لرې پرتو او حتا مرکزي ولایتونو کې د قابلو او متخصصو ښځينه ډاکټرانو نشت یوه جدي ستونزه ده، خو په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې پرمختګونه رامنځته شوي او راتلونکې ته يې هیلې ډېرې کړې دي.
په هغه سيمو کې چې دغه ستونزې ډېره مطرح کېږي د حکومت، یو شمېر ادارو او خلکو په مرسته قابله ګانې روزل شوې او په یو شمېر سيمو کې په دندو ګمارل شوې دي.

اروزګان
له دې ولایتونو یو هم اروزګان دی چې د قابلو د نشت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی خو اوس په دغه ولایت کې د یو شمېر قابلو فراغت د خلکو هيلې ډېرې کړې دي.
د دې ولایت له روغتیايي علومو انسټیټيوټ تېره میاشت ۱۴تنه قابلې له زدهکړو فارغې شوې. د دې ولایت د عامې روغتیا رییس اغاخان مياخېل وايي چې دا ۱۴تنه قابلې به د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې کموالی راولي او شته ستونزې به کمې کړي: ((ډېر خوشاله يو چې سږ کال په دې ولایت کې له دوهکلنو زدهکړو ۱۴قابلې او ۲۷ فارمسيستانې فارغې شوې، دوی به د ولایت په کچه خلکو ته خدمت وکړي او وبه کولای شي چې د مور او ماشوم مړينه تر ډېره راکمه کړي.))

ننګرهار
په ننګرهار کې هم د سلواغې مياشتې په ۶مه ۳۰تنه قابلې له دوهکلنو زدهکړو فارغې شوې. د دوی د فراغت په غونډه چې ډېرو چارواکو او مخورو برخه لرله، د ننګرهار د عامې روغتيا رییس نجيبکامهوال وویل، د قابلو په فراغت سره به د ننګرهار په ۹۶روغتيايي مرکزونو کې ستونزې راکمې شي: ((موږ به هڅه وکړو چې نوې فارغې شوې قابلې د ختيځو ولایتونو لکه لغمان، کونړ او نورستان هغو روغتيايي مرکزونو ته معرفي کړو چې اوس مهال اړتيا ورته لري. زموږ په ټولو روغتيايي مرکزونو کې لږ تر لږه يوه ښځينه ډاکټره يا قابله شته چې دا د ننګرهار لپاره لویه لاسته راوړنه ده او د دې نوو فارغو شوو قابلو د کار په پيل سره به د مور او ماشوم په مړينه کې د پام وړ کموالی راشي.))
دوی زیاتوي چې په ننګرهار ولایت کې د پخوا کلونو په پرتله د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې ډېر کموالی راغلی او د دې ولایت اوسېدونکي يې له کارونو راضي دي.

پکتيا
د روان کال په لړم میاشت کې د پکتيا ولایت د روغتيايي علومو له انستیتوت څخه هم ۳۶ قابلې فارغې شوې. د پکتيا ولایت چارواکي وايي چې فارغو شوو نجونو تر فراغت مخکې له دوی سره ژمنه کړې چې په خپلو سيمو کې به فعاليت کوي. د دې ولایت د روغتيا رییس ډاکټر شېرمحمد نقشبندي وايي چې دوی به فارغې شوې نجونې د پکتيا ولایت لرې پرتو ولسواليو ته ولېږي: ((زموږ په ډېرو ولسواليو کې ښځينه ډاکټرې او قابلې نشته، نو دا د خوښۍ ځای دی چې ۳۶نجونو ته د فراغت سندونه ورکوو.))
د پکتيا د ولایتي شورا غړو هم د قابلو فراغت د پکتیا له پاره لويه لاسته راوړنه بللې ده. د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی اللهمير بهرامزی وايي چې د پکتيا ولایت ډېرې ميندې په ولادي او نسايي برخه کې له ستونزو سره مخ دي: ((نن زموږ د لویې ستونزې چې په ولایت کې د قابلو نشت دی يوه برخه حل شوه، خدای مهربانه دی چې راتلونکی کال په دې برخه کې نورې فارغانې هم ولرو. موږ ډاډه يو چې دا ۳۶تنه فارغانې به خپلو خلکو ته په پوره مينه کار وکړي او د ولایت ستونزې به يو څه ورسره حل شي.))

خوست
اخوا په خوست ولایت کې هم د مور او ماشوم مړينې د مخنيوي په هدف هڅې پیل شوې دي، په دغه ولایت کې د سلواغې په ۱۵مه له ۲۲۰نجونو د قابلګۍ او نرسنګ په برخو کې ازموينه واخيستل شوه او له دې ډلې به ۵۰تنه نجونې ۲کلنو زدهکړو ته جذب کړل شي. د خوست د عامې روغتيا رییس ډاکټر ګلمحمد محمدي وايي چې یادې نجونې به ټولې په خپلو سيمو کې کار وکړي: ((له موږ سره د ولايتي شورا په تضمين ټولو نجونو ژمنه کړې چې له فراغت وروسته به په خپلو سيمو کې کار کوي. موږ له ۲۰۰۴ميلادي کال راهيسې ۲۳۲نجونې د قابلګۍ او نرسنګ په څانګو کې له زدهکړو فارغې کړې دي چې اوس مهال د ولایت په بېلابېلو ولسواليو کې په کار بوختې دي او د دوی له برکته د مور او ماشوم مړينه تر ډېرې کچې کمه شوې ده.)) اخوا په دغه ولایت کې د قابلګۍ او نرسنګ د پروګرام مسووله ډاکټره خديجه صافۍ وايي، دوی د تېر کال په څېر بیا له لسګونو نجونو ازموينه واخيسته چې د ناروې کمېټې په همکارۍ يې چارې مخته وړي: ((سږ کال به يوازې د هغو سيمو نجونې د زدهکړو لپاره جذب کړو چې په سيمه کې یې قابلې او نرسانې نه وي، موږ غواړو چې د کليو او بانډو ستونزې اوارې کړو.))

لغمان
د روان کال په لړم مياشت کې په لغمان کې هم له قابلګۍ ۲۵نجونې فارغې شوې. د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د دوی په وياړ جوړې شوې غونډې ته وويل چې فارغې شوې قابلې به د لغمان لرې پرتو سيمو ته د کار لپاره ولېږي: ((د مور مړينه د اولادونو لپاره نه زغمېدونکې پېښه ده، نو موږ باید هڅه وکړو چې د ميندو د ژوند لپاره لاس په کار شو، د ناروې له کمېټې مننه کوو چې په دې برخه کې یې مرسته وکړه او نن مو ۲۵تنه نجونې د قابلګۍ په برخه کې چې د ولایت اوسېدونکي مو ډېره اړتيا ورته لري فارغې کړې.)) نعيمي د لغمان ولایت لپاره د ډېرو روغتيايي اسانتياوو غوښتونکی شو او له دولت او پراختيايي موسسو يې وغوښتل چې په دې برخه کې يې ملاتړ وکړي.
پکتيکا
تر دې وړاندې په پکتيکا کې هم له قابلګۍ ۲۳نجونې فارغې شوې. د پکتيکا ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر وليګل د ولایت له ټولو اوسېدونکو غواړي چې خپلې لوڼې درسونو ته وهڅوي ځکه چې د نوموړي په اند خپله ټولنه له زدهکړو پرته نه شي جوړولای.
د دې ولايت والي محمدالياسوحدت وايي چې دوی به هڅه وکړي، دې لړۍ ته دوام ورکړي او يوې داسې ورځې ته ورسېږي چې بیا هېڅکله بې قابلې نه وي. نوموړي خلک وهڅول چې په خپلو لورګانو زدهکړې وکړي: ((له ټول ولس په درنښت هيله کوم چې خپلې لورګانې ښوونځيو ته ولېږي چې خپلو خويندو ته خدمت وکړي.))

ژمنې
د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې د قابلو د روزنې فعاليتونه ډېر کړي دي، خو له دې سره سره هم ۶۸په سلو کې ولادتونه په کورونو کې کېږي. د روغتيا وزارت مرستياله ناجيه طارق وايي، دوی هڅه کوي د عامه پوهاوي له لارې کورنۍ وهڅوي چې اميدواره مېرمنې د ولادت په وخت روغتونونو ته ورسوي: ((يوازې ۳۲په سلو کې ولادتونه په روغتونونو کې کېږي، سره له دې چې اوس په روغتونونو کې امکانات تر پخوا ډېر شوي دي او د مور او ماشوم د مړينې ۲۶په سلو کې علت انتاني ناروغي ده.))
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې اوس مهال د افغانستان په روغتيايي مرکزونو کې له ۳۵۰۰ څخه بيا تر ۴زره پورې قابلې کار کوي او دوی هڅه کوي چې دا شمېره په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۲زرو ته ورسوي چې هغه مهال به بيا د ۸۰په سلو کې مېرمنو اړتيا پوره شي.
همداراز د روغتيا وزارت مرستيال احمد جواد عثماني وايي، دوی هڅه کوي چې د مور او ماشوم مړينه تر ډېره راښکته کړي، تر دې چې په بشپړه توګه يې مخه ونيسي: ((په هېواد کې د ميندو او ماشومانو مړينه اوس هم اندېښمنوونکې ده، خو موږ يې د مخنيوي لپاره هڅې کوو.))
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د مور او ماشوم مړينه تر پخوا کمه شوې. په تېرو شاوخوا ۱۵کلونو کې په هر نيم ساعت کې د ولادت پر مهال يوه مور مړه کېدله، خو اوس په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور مړه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA