ads

خوست کې د ۹۵ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوی پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د خوست ښار ختيځ لوري ته د متون د دارش کلي په سيمه کې د ۹۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي يو پل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
خوست کې د ۹۵ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوی پل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د خوست ښار ختيځ لوري ته د متون د دارش کلي په سيمه کې د ۹۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي يو پل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د خوست والي حکم خان حبيبي وويل، چې ياد پل د ټول ګټو چارو وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه د پنځلسو مياشتو په موده کې جوړ شوی دی.
والي زياتوي، چې د دې پل په جوړېدو سره د متون اداري واحد ټولې سيمې له مرکز سره ونښلول شوې او نور به د بارانونو او سېلابونو په وخت کې د دې ستر خوړ له کبله خلکو ته ستونزې نه جوړېږي.
په ورته وخت کې د سيمې خلک وايي، چې د پل له جوړېدو نه مخکې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وو، ماشومان او زده کوونکي يې ښوونځيو ته نه شوای تلای، مريضان يې پر وخت بازار ته نه شوای رسولی خو اوس ددې پل په جوړېدو سره يادې ستونزې حل شوې.
د يا دونې ده، چې د هېواد په کچه په خوست کې زيات بارانونه کېږي او د زياتو سېلابونو د راوتو له کبله خلکو ته ډېرې ستونزې جوړېږي، چې همدې ستونزو ته په کتو دولت په نهو مهمو سيمو کې د پلونو د جوړېدو چارې پيل کړې، چې تر اوسه پورې تر اتو پورې پلونه جوړ او ګتې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA