ads

کندهار کې خوارځواکي په ډېرېدو ده

خوارځواکي هغه ستونزه ده چې د ټول هېواد په کچه ماشومان ترې کړېږي، خو دا ستونزه یوازې ماشومانو کې نه بلکې يو شمېر سيمو کې لويان هم پرې اخته دي.

نویسنده: The Killid Group
22 کب 1395
کندهار کې خوارځواکي په ډېرېدو ده

خوارځواکي هغه ستونزه ده چې د ټول هېواد په کچه ماشومان ترې کړېږي، خو دا ستونزه یوازې ماشومانو کې نه بلکې يو شمېر سيمو کې لويان هم پرې اخته دي.
که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې يو شمېر نړیوالو ادارو له خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخه کې هم هڅې کړې دي؛ خو له بده مرغه د خوارځواکۍ پېښې نه یوازې چې کمې شوې نه دي، بلکې زیاتې شوې هم دي.
د کندهار د یو شمېر روغتونونو چارواکي وايي چې د نورو ولايتونو په پرتله په دغه ولایت کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ ستونزه ډېره لیدل کېږي او دوی ته په همدې ناروغۍ اخته ناروغان وروړل کېږي. د کندهار د دې روغتونونو له منځه يو هم د ميرويس روغتون دی چې د نورو برخو تر څنګ د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه لري.
د دغه روغتون چارواکي وايي، يوازې تېره مياشت په دې ناروغۍ تر دوه سوه زيات اخته ماشومان میرویس روغتون ته وروړل شوي دي.
د ميرويس روغتون د ماشـــومــانـــو د څانګې سرطبيب ډاکټر محمد صديق ددې ناروغۍ سبب د ميــنـدو نه پـــوهــاوى او د اقتصادي ستونزو له کبله د سمو خوړو نشت بولي: ((دلته د عامه پوهاوي کچه ډیره ټيټه ده، تر دوو کلونو پورې کوچني ماشوم ته د مور شیدې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې کوچنی تر شپږو میاشتو پورې د مور په شیدو مړېږي، خو تر شپږو میاشتو وروسته نورو خوړو ته هم اړتیا لري، ځینې کورنۍ بیا اقتصادي ستونزې لري، نو ځکه يې ماشومان خوارځواکه کېږي.))
ډاکټر صدیق وايي، د خوارځواکۍ په وړاندې باید مبارزه وشي. نوموړی خبرداری ورکوي که په کندهار ولایت کې د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته نه شي، ښايي دغه ناروغي تر کنټرول ووځي‎ او خورا ناوړه پايلې ولري. نوموړی دغه راز ټینګار کوي چې په دې تړاو باید د رسنیو او نورو مراجعو له لارې عامه پوهاوی ترسره شي او کورنۍ وپوهول شي چې له شپږو میاشتو وروسته د ماشوم خوړو ته پوره پام وکړي او پرېنږدي چې ماشومان يې په دغه ستونزه کې راښکېل شي.
له بل لوري په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنۍ هم له خپلو ناروغانو سره په سختو ستونزو کې راګير دي، خو د ميرويس روغتون له غوره خدماتو مننه کوي او ټینګار کوي چې د دغه روغتون ډاکټران يې د ناروغانو په درملنه کې پوره هڅې کوي.
د کندهار د ښار او لرې پرتو ولسوالیو څخه ګڼ شمېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان ميرويس روغتون ته راوړل شوي دي او کورنۍ يې د رغېدو شېبې شماري.
حاجي کريم د کندهار ښار اوسېدونکی دی، نوموړي خپل ماشوم میرويس روغتون ته د درملنې لپاره راوړی دی: ((له هغې ورځې چې دا ماشوم پیدا شوی په چيغه دی نن يې اتلسمه يا هم نولسمه ورځ ده، دلته مو راوړی که خدای کول روغ شي خو تر دې مهاله چندان جوړ شوی نه دی.))
نسيمه د کنــدهـــار د نـــادعــلي ولــسوالـــۍ اوسېدونکې ده او د کندهار ميرويس روغتون ته يې خپل ماشوم راوړی: ((ماشوم مې د دوو کلونو دی، ډاکټران وايي په خوارځواکۍ اخته شوی، اوس ورته هره ورځ درمل ورکوي، خدای دې خیر ورکړي، شکر دی ورځ په ورځ ښه کېږي.))
خو په کندهار کې یوازې دا ماشومان نه دي چې په خوارځواکۍ اخته شوي او اوس يې درملنه روانه ده بلکې د دې ولایت په ډېری لرې پرتو ولسوالیو کې دغه ډول په سلګونو ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې ښايي د خرابو لارو، ناوړه اقتصادي وضعیت او نورو ستونزو له کبله يې تر روغتون نه شي راوړلای.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA