ads

كليوالې ښځې خپل کاروبار ته خوشاله دي

په افغاني ټولنه کې ډېری وخت ښځې له دې کبله هم له تاوتريخوالي سره مخ کېږي چې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا نه دي او کورنۍ يې هم له اقتصادي ستونزو ځورېږي، خو اوس یو شمېر ښځې توانېدلې له اقتصادي اړخه خپله هم پر ځان بسیا شي او له خپلې کورنۍ سره هم مرسته وکړي.

نویسنده: The Killid Group
22 کب 1395
كليوالې ښځې خپل کاروبار ته خوشاله دي

په افغاني ټولنه کې ډېری وخت ښځې له دې کبله هم له تاوتريخوالي سره مخ کېږي چې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا نه دي او کورنۍ يې هم له اقتصادي ستونزو ځورېږي، خو اوس یو شمېر ښځې توانېدلې له اقتصادي اړخه خپله هم پر ځان بسیا شي او له خپلې کورنۍ سره هم مرسته وکړي.
سيماګله د همدې ښځو له ډلې ده. نوموړې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونكې ده او له څو کلونو راهيسې د خياطۍ له لارې د خپل كور د اقتصاد په پياوړتيا كې اغېزمن رول لوبوي.
نوموړې دوه كاله مخکې د کلیوالي پرمختګ له پروژې ۱۵زره افغانۍ په پور اخستې او د خياطۍ كار ېې پيل كړی دی.
نوموړې وايي، هغه ښځه چې د كليوالي پرمختګ له پروژې پور اخلي، هره اوونۍ باید له خپلې ګټې ۳۰افغانۍ بېرته د پور ورکولو ځانګړي پروګرام ته ورکړي، چې ددې پروګرام له لارې بیا دغه پيسې نورو ښځو ته پور ورکړل شي او هغوی هم اقتصادي فعالیتونه پیل کړي.
که څه هم سيماګلې تر دې وړاندې هم خياطي کوله، خو له هغه وروسته چې د کلیوالي پرمختګ له پروژې يې ۱۵زره افغانۍ پور اخیستی او په یوه لس کسيزه ډله کې په کار بوخته ده؛ کارونه يې ښه پرمخ ځي او په ښه ډول کولای شي چې له خپلې کورنۍ سره د اقتصادي ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.
نوموړې ټینګار لري چې دغه ډول اقتصادي کارونه په ځانګړي ډول د ولایتونو د اوسېدونکو ښځو لپاره ډېر ګټور دي.
نوموړې زيــاتــوي چې دغه ډول اقــتــصادي کارونه له یوه لوري له کورنۍ سره د اقتصادي اړتياوو په پوره کولو کې مرسته کوي او له بل لوري په ټولنه کې د ښځو د اړيکو د پراختیا او سالمې بوختیا سبب ګرځي.
سيماګله زیاتوي، هغه پور چې د کلیوالي پرمختګ له پروژې ښځو ته ورکول کېږي، دوی پرې د ځان لپاره د خياطۍ ماشينونه، غواګانې او يا هم نور توکي او ژوي رانيسي او کله يې چې د خپل کاروبار ګټه ترلاسه کړه، په درېيو مياشتو کې دغه پیسې بېرته دې پروګرام ته سپاري.
سيماګله له خپل كار ډېره خوشاله ده او وايي، هره ورځ لس جوړې ښځينه جامې ګنډي او په ډېره ښه بیه يې پلوري: ((د اختر په شپو كې مو کارونه نور هم ډېر وي، له دوکاندارانو سره قرارداد کوو او دوی جامې په ښه بيه راڅخه اخلي.)) نوموړې وايي، خاوند يې بېکاره دی او د کور ټول لګښت خپله برابروي.
سيماګــلــه باوري ده چــې ښځــو ته د خپل لاس ګټه ډېره خوندوره ده او په ډېر وياړ يې لګوي: ((كه د كور نارينه هر څومره كار وكړي او پيسې وګټي، خو ښځو ته هم په كار ده چې كار وكړي او چا ته لاس اوږد نه كړي.))
نوموړې وايي، كه چېرې هرې ښځې ته د كار زمينه برابره شي، نو د خپل توان له مخې به كار وکړي او د هېواد په ودانولو كې به برخه واخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA