ads

رفیع حنیف؛ په موسيقۍ مين سندرغاړی

د کلید اوونيزې په دې ګڼه کې داسې ځوان سندرغاړی در پېژنو چې په پښتو او دري دواړو ژبو سندرې وايي او ګڼ مينهوال لري. د رفيع حنیف سندرې به مو حتما کتلې او اورېدلې وي، نوموړی وايي، که څه هم سندرې ویل يې کورنی هنر دی، خو ده له دغه هنر سره د بېکچې مينې له کبله دې ډګر ته مخه کړه.

نویسنده: The Killid Group
22 کب 1395
رفیع حنیف؛ په موسيقۍ مين سندرغاړی

د کلید اوونيزې په دې ګڼه کې داسې ځوان سندرغاړی در پېژنو چې په پښتو او دري دواړو ژبو سندرې وايي او ګڼ مينهوال لري. د رفيع حنیف سندرې به مو حتما کتلې او اورېدلې وي، نوموړی وايي، که څه هم سندرې ویل يې کورنی هنر دی، خو ده له دغه هنر سره د بېکچې مينې له کبله دې ډګر ته مخه کړه.
هغه د کابل په ابو ریحان البیرونی ښوونځي کې تر پنځم ټولګي پورې زدهکړې کړې، خو وروسته د سندرو او موسيقۍ بېکچې مينې د ميوزيک مسلکي ليسې ته ور دننه کړ.
رفيع حنيف د ميوزيک په مسلکي ليسه کې د موسيقۍ د استاد حنيف زوی دی، نوموړی وايي، پلار يې ټول عمر د موسيقۍ په تدريس کې تېر کړی، تقريبا ټول عمر يې د ملي راډيو ټلويزيون د موسيقۍ په برخه کې کار کړی او د ده په سندرغاړي کېدو کې هم د کورنۍ رول بې اغېزې نه دی خو نوموړی ټينګار لري چې له سندرو سره يې خپله هم ډېره مينه وه.
رفيع وايي، له ماشومتوبه يې په کور کې د موسيقۍ الات غږول: ((هنر ته د راتلو احساس او فکر له ماشومتوبه راته پيدا شو، په لومړيو کې مې سندرې نه ويلې، د موسيقۍ الې مې غږولې، ويلون، باجه، تبله، هر څه کور کې و، نو وهل او غږول يې هم راته اسانه و. اوس مې د موسيقۍ ټولې الې زده دي.))
رفيع زياتوي چې ټول وروڼه، ترونه او د تره زامن يې هنرمندان دي: ((ټول وروڼه مې لکه شريف حنيف، داوود حنيف، شفيع حنيف او ذبیح حنيف هنرمندان او سندرغاړي دي.))
هغه زیاتوي، په هېواد د روسانو د يرغل پر مهال د نورو هېوادوالو په څېر چې د جګړو له لاسه يې ايران او پاکستان ته کډې وکړې، دوی هم کډوال شول: ((د پېښور چاپېريال د موسيقۍ او سندرو لپاره ډېر ښه و، موږ هلته ډېر پرمختګ وکړ، له مشر ورور داوود حنيف سره به مې په کنسرتونو او پروګرامونو کې برخه اخسته چې ورو ورو مې تجربه په کې ډېره شوه.))
رفيع د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۷ميلادي کال کې سندرې پيل کړې، هغه وايي چې لومړی يې د ټلوېزيون په پرده دا سندره (وه جينۍ وه جينۍ تا پسې ځم تا پسې ځم، لکه مجنون يمه ليلا پسې ځم) وويله چې د رفیع په خبره په دې سندرې سره ډېر مشهور شو او خلکو ډېره خوښه کړه.
رفيع حنيف وايي چې له پېښور څخه اروپا ته لاړ، لندن، هالنډ، جرمني او اتريش يې ټول وکتل هلته يې ډېر کنسرتونه ورکړل او پنځه کاله په اتريش کې واوسېد: ((اتريش کې مې زړه ونه شو چې تر ډېره پاتې شم. د ((اوبراتريش)) راډيو له خوا د سندرو يو فيستيوال جوړ شوی و، په دې فيستيوال کې ۳۳هېوادونو ګډون کړی وو، دا زما لپاره د وياړ ځای و چې زه په دې فيستيوال کې دویم شوم.))
هغه زیاتوي چې د اتريش په فيستيوال کې يې له ځان سره يوازې يوه زېربغلي، باجه او تبله لرل، هغه په دې فستيوال کې دا پښتو سندره چې وايي (لیلا لښته ده، لښته د چندړو، ليلا لښته ده) ويلې وه، د رفيع حنيف په وينا دا سندره د خلکو ډېره خوښه شوه او بې کچې ډېره وستايل شوه.
د رفيع د هغو سندرو شمېر چې په ټلويزيون يې ويلې دي ۲۵ته رسېږي، دوه البومه يې هم غږيزې سندرې دي چې تر اوسه کلیپ شوې نه دي. رفيع زیاتوي چې د (واوړه را واوړه، ځولۍ د ګلو راوړه، په ګلو کې دې شپه وه، تا تشه ځولۍ راوړه) سندرې تر ډېره مشهور کړ او دا سندره په هر محفل کې خلک ترې غواړي.
رفيع وايي چې د سندرې له پاره د شعر په ټاکلو کې د خپلې کورنۍ او نورو هنرمندانو سره مشوره کوي، هڅه کوي ښه شعر وټاکي، تر ډېره يې په پښتو کې د بابرزي، وطندوست او مختار جان او په دري کې هم د ظاهر باختر او مېرمن مریم شعرونه ويلي دي.
رفيع حنيف واده کړی او د رومان په نوم يو پنځه کلن زوی لري. نوموړی وايي چې په کال کې څلور سندرې ثبتوي او اوس په څلورو سندرو کار کوي چې ژر به يې خپلو مينه والو ته وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA