ads

د کاپيسا اوسېدونکي: زموږ ډېری سيمې لا هم برېښنا نه لري

کاپيسا کې د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، چې د څو کلونو راهيسې د نوموړي ولايت ځينو سيمو ته برېښنا ورکړل شوې ده، خو يو شمېر ولسواليو ته تر دې دمه د برېښنا پايې او مزي هم نه دي غزول شوي.

نویسنده: The Killid Group
22 کب 1395
د کاپيسا اوسېدونکي: زموږ ډېری سيمې لا هم برېښنا نه لري

کاپيسا کې د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، چې د څو کلونو راهيسې د نوموړي ولايت ځينو سيمو ته برېښنا ورکړل شوې ده، خو يو شمېر ولسواليو ته تر دې دمه د برېښنا پايې او مزي هم نه دي غزول شوي.
د اوسېدونکو په وينا له تېرو پنځو کلونو راهيسې د کاپيسا د برېښنا په اړه د اړوندو ادارو له خوا کارونه پيل شوي خو تر دې دمه ډېرې ولسوالۍ له برېښنا سره نه دي وصل شوي.
بل خوا د کاپيسا د برېښنا شرکت اداري امر انجير عادل فريد وايي، اوسمهال دوی د يو شمېر ادارو په مالي ملاتړ هڅې پيل کړي، چې د کاپيسا بېلابيلو برخو ته برېښنا ونښلوي.
نوموړی وايي، اوسمهال د برېښنا دوه لوی سب سټېشنونه جوړ شوي او ډېر ژر به له يادو سب سټېشنونو څخه د کاپيسا ټولو برخو ته بر ېښنا ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له کبله هم د برېښنا او د نورو ټولګټو پروژو د کارونو پر وړاندې خنډونه پراته دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA