ads

د لږو خو خوندورو سندرو سندرغاړې

د مرسل مجلې په دې ګڼه کې مو له يوې افغان سندرغاړې ندا افغان سره د زړه خواله کړې. ندا افغان درې کاله وړاندې د هنر ډګر ته رادانګلي، هغه په کابل کې د بي بي حوا د ليسې له دوولسم ټولګي فارغه شوې ده او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده.

نویسنده: The Killid Group
22 کب 1395
د لږو خو خوندورو سندرو سندرغاړې

د مرسل مجلې په دې ګڼه کې مو له يوې افغان سندرغاړې ندا افغان سره د زړه خواله کړې. ندا افغان درې کاله وړاندې د هنر ډګر ته رادانګلي، هغه په کابل کې د بي بي حوا د ليسې له دوولسم ټولګي فارغه شوې ده او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ده.
ندا وايي، له سندرو سره بې کچې مينې له زدهکړو پاتې کړه، خو په راتــلــونــکي کې هوډ لري چې د ژورنالېزم پوهنځی ولولي: ((له سندرو سره مې ډېره او بې کچې مینه لرله او لرم يې، د زدهکړو له پاره هېڅ کله هم ناوخته نه دی، که ژوند و د ژورنالېزم پوهنځی لولم ځکه چې د سندرو تر څنګ مې مطبوعات هم ډېر خوښېږي.))
ندا تر دې وړاندې څو کاله د هېواد په بېلابېلو رسنيو کې دنده ترسره کړې، هغه درې کاله وړاندې د کلید راډيو د ننګرهار په څانګه کې د پروډيوسرې په توګه کار کاوه: ((له کلید راډیو سره مې دنده درلوده، په تفریحي خپرونو کې به مې زمزمې هم کولې او له هغه راهيسې مې سندرو مینه وال پیدا کړل چې بیا له کلید راډیو د هنر ډګر ته لاړم.))
ندا افغان وايي، له خپل هېواد سره ډېره مينه لري، له همدې کبله تر ډېره هېوادنۍ سندرې وايي او خوښوي. نوموړې زیاتوي چې په دې سره به وکولای شي خلکو ته له خپل هېواد سره د مينې احساس ورکړي: ((ډېر ځله به مو ليدلي وي چې ځينې سندرې خلکو ته يو ډول د خوښۍ احساس ورکوي او سندرې خو په پوره توګه کولای شي له ځان سره لوړ مفهوم او لوی پيغام ولېږدوي، نو زه هم غواړم خلکو ته له هېواد سره د مينې پيغام ورکړم، څو ټول له هېواد او خلکو سره مينه ولري او په مينه ژوند وکړي.))
نوموړې تر ډېره هڅه کوي چې د پيرمحمد کاروان، شهنواز باقر او فریدون صمیم شعرونه د خپلو سندرو لپاره وټاکي: ((تر خپله حده هڅه کوم ښه شعر وټاکم، داسې چې هېوادنۍ مينه په کې وي او خلک هېوادنۍ مينې ته وهڅوي.))
ندا د خپلو سندرو کميت ته نه بلکې کيفيت ته پام کوي، نه غواړي ډېرې خو بې خونده بلکې لږ اوخــونــدرې سندرې ولري: ((که سندرې هر څومره ډېرې ولرم، خو چې شعر يې بېخونده وي، ښه مفهوم او ښه پيغام ونه لري ګټه نه لري، زه وايم چې لږ خو ښې سندرې دې ولرم. تر اوسه مې په دې درېيو کلونو کې لس سندرې ويلې دي چې شپږ يې کلېپونه لري او څلور يې يوازې غږيزې دي.))
ندا هم د سندرو پيل د ډېرو نورو سندرغاړو په څېر په ســتونــزو سره کړی دی. نــومــوړې وايي چې په کور کې یې تر دې وړاندې بل سندرغاړی نه و، له همدې کبله له ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده: ((زموږ ټولنه سندرغاړي ته په ښه سترګه نه ګوري، بيا چې نجلۍ وي هېڅکله يې نه ورسره مني چې سندرې دې ووايي.)) ندا وايي چې اوس يې پلار ملاتړ کوي او هڅوي يې.
ندا افغان د دې ترڅنګ چې ښه سندرغاړې ده، خياطه هم ده، خپل ځان ته خپله جامې ګنډي او تر څنګ يې ښه منتو او اش پخوي چې د خــوښــې خـواړه يــې دي.
ندا تېر کال د هنـــري زدهکــړو له پــاره هــند ته تللې او هلته يې له ژوندۍ موسيقۍ سره د غزل ويلو په برخه کې زدهکړې کړې دي: ((هند کې مې له ډېرو استادانو زدهکړې وکړې، هلته مو زده کړل چې له ژوندۍ موسيقۍ سره څه ډول غزل ووايو.))
نوموړې وايي چې خپلې ټولې سندرې يې خوښې دي ځکه چې زحمت يې پرې ایستلی او د موسيقۍ په الو کې يې بــاجــه ښه زده ده: ((په خپلو ټولو سندرو مې ډېره خواري ويستلې، ټــولــې مې خوښــېږي، د موسيقۍ په الو کې مې بــاجــه د خوښې اله ده.))
ندا اوس کابل کې اوسېــږي هــغـــه درې وروڼه او درې خويندې لري. نوموړې زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به خپلو هېوادوالو ته څو په زړه پورې سندرې چې اوس کار پرې کوي وړاندې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA