ads

د سپينې ماڼۍ احاطې كې يو مشکوک کس نيول شوى

د امريکا پايتخت واشنګټن كې د سپينې ماڼۍ احاطې كې يو مشکوک کس نيول شوى دى.
د استخباراتي ادارو چارواکو ويلي، چې مشکوک کس ځان د سپينې ماڼۍ جنوبي ميدان ته رسولى و.

نویسنده: The Killid Group
22 کب 1395
د سپينې ماڼۍ احاطې كې يو مشکوک کس نيول شوى

د امريکا پايتخت واشنګټن كې د سپينې ماڼۍ احاطې كې يو مشکوک کس نيول شوى دى.
د استخباراتي ادارو چارواکو ويلي، چې مشکوک کس ځان د سپينې ماڼۍ جنوبي ميدان ته رسولى و.
نيول شوي تن په خپلو لومړنيو څرګندونو کې ويلي، چې د امريكا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ يې ملګرى دى او په خبره يې، هغه سره د کتنې په هدف ورغلى و.
جمهور رييس ټرمپ د استخباراتي ادارو ستاينه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پخواني جمهور رييس بارک اوباما د واکمنۍ په مهال هم د سپينې ماڼۍ شاوخوا سيمو کې يو شمېر مشکوک کسان نيول شوي، چې وروسته يې انګېزه نه ده معلومه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA