د سوريې پايتخت دمشق کې دوو بمي چاودنو ۵۹ تنه وژلي او تر ۱۰۰ زيات يې ټپيان كړي دي.
په سوريه کې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ويلي، يوه چاودنه د سړک غاړې ته د ښخ شوي بم له کبله وشوه، چې پر يوه بس وچاودېد او په دويمه پېښه کې يوه ځان وژونکي په باب الصغير سيمه کې بريد وکړ.
په دې سيمه کې تر ډېره د شيعه وګړو زيارتونه دي، چې له ټولې نړۍ څخه شيعه زيارت کوونکي ورځي.
سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، په بسونو کې تر ډېره ايراني زيارت کوونکي سپاره وو، خو د عراق د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې څلوېښت عراقي شيعه ګان وژل شوي او ۱۲۰ تنه ټپيان دي.
تراوسه د پېښو مسووليت چا نه دى منلى.