572
۲۲ کب ۱۳۹۵
لیکونکی: حبیب وقار

د بري تر کهکشانه؛ یو ستونزمن خو ویاړلی سفر

((له سهار تر ماښامه مې لوی لوی کارتنونه ښکته کول، په کارته پروان کې مې له یو چا سره کوټه نیولې وه، خو کرايه مې نه لرله د کرایې بدل کې مې دېګ کاوه، کوټه مې جارو کوله او لوښي مې مينځل.))
دا په تخار ولایت کې د طبي زدهکړو د یوه مشهور او بريالي انستيتیوت د مشر نقيبالله الياس خبرې دي. هغه څوک چې په یوه بېوزله کورنۍ کې يې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې، خو په خپلو فولادي هڅو هومره مخکې لاړ چې اوس د نورو بې وزلو لپاره د مرستې ډاډمن او څرګند ادرس دی.
نقيبالله الیاس په ۱۳۷۰لمريز کال د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په خليان کلي کې زېږېدلی. په ۱۳۸۶لمريز کال چې شپږ کلن و د خپل کلي په ښوونځي کې يې زدهکړې پيل کړې: ((د زدهکړو په وخت کې مې ډېرې ستونزې وزغملې. اقتصادي ستونزې مو له اندازې ډېرې وې، پلار مې يو وړوکی درملتون لاره چې د کور ګوزاره مو په سختۍ پرې کېدله.))
الیاس وايي چې له ښوونځي وروسته به يې له پلار سره په درملتون کې کار کاوه او دوی به سره له دې چې خپله اقتصادي وضعه يې له صفر سره ضرب وه، خو بیا به يې هم له خپلو شاوخوا کسانو سره مرسته کوه. الیاس وايي ښوونځی یې په خورا ستونزو لوستی او ان تر دوولسم ټولګي پورې به ډېری وخت په ښوونځي کې بې ښوونکي ناست وو. نوموړی زیاتوي، ډېری ښوونکي ملایان وو چې په ډېرو مضامينو خپله نه پوهېدل، خو دوی ته به يې تدريس کاوه: ((ډېر وخت مې کتابچې، قلم، بوټونه او نور نه لرل، خو بالاخره په ۱۳۸۸لمـريـز کـال لـه دوولـسـم ټـولـګـي فارغ شوم.))
د الياس په خبره، له دوولسم تر فراغت وروسته يې په کانکور ازموينه کې برخه واخيسته او د ننګرهار ولایت د ښوونې او روزنې پوهنځي ته بریالی شو، خو دومره پيسې يې نه لرلې چې د لوړو زدهکړو له پاره ننګرهار ته لاړ شي.
الیاس په کابل کې پاتې کېږي، د انګرېزي زدهکړې کورس پيلوي، په ميرويس ميدان کې په کرايي کوټه کې اوسېږي، خو دوه مياشتې وروسته يې له کوره راوړې پيسې ختمېږي: ((پلار ته مې زنګ وواهه، ويل يې زويه نورې پیسې نه لرم چې در ويې لېږم، بېرته کورته راشه، اېله دومره پيداکوم چې کور پرې وچلوم، په کابل کې مې هم څوک نه پېژندل، نور مې د کوټې کرايه هم نه شوای ورکولای اړ وم چې په کار پسې وګرځم.))
الیاس چې تر دې وړاندې يې له پلار سره په درملتون کې کار کړی او د درملو په کارونو تر يوې کچې بلد دی، د خيرخانې د پروان مارکېټ درمل پلورنځيو ته ورځي، هلته د افغان فارما په نوم د درملو شرکت کار ورکوي: ((د مياشتې يې شپږ زره افغانۍ راکولې، له سهار وختي به مې د ماښام تر اذانه لوی لوی کارتنونه ښکته او پورته کول، د شپې به هم له يو کس سره چې په کارته پروان کې يې کوټه نيولې وه اوسېدم، د کرايې نه اخيستو په بدل کې به مې دېګ ورته کاوه، کوټه به مې يې پاکوله او چای به مې ورته برابراوه.))
هغه له شپږ مياشتې کارکولو وروسته فکر کوي چې کابل ته خو د زدهکړو له پاره راغلی، خو دلته شپه او ورځ کار کوي او زدهکړو ته هېڅ وخت نه لري، نو په دې ډول به څنګه خپل ټاکلي هدف ته چې لوړې زدهکړې او د يوه هوسا ژوند برابرول دي ورسېږي: ((د کارتنونو ښکته او پورته کولو به ډېر ستړی کړی وم، باور وکړه، په دې شپږو مياشتو کې مې نه په يادېږي چې د يوې دقیقې لپاره دې هم په چوکۍ ناست وم. يو ماښام له کار وروسته له خیرخانې په ملي بس کې د کارته پروان په لور راوختم، يو وخت چا ډېکه کړم چې پام مې شو، موټر په ده افغانانو کې ولاړ دی او زه ټوله لاره ويده راغلی يم، له موټر ښکته شوم او بېرته د خيرخانې په موټر کې وختم او کارته پروان ته مې ځان ورساوه چې دا ټول د ستړيا له لاسه وو.))
له شپږ مياشتې کار وروسته په ميرويسمیدان کې بیا کورسونه پيلوي، ډېره مينه لري چې انګرېزي په ښه توګه زدهکړي، د افغان فارما شرکت پيسې يې هم ايله درې مياشتې کفايت کوي، الیاس يو ځل بیا بې پيسو کېږي: ((له کوټې مې خپل کالي راټول کړل، کتابونه او کتابچې مې په څو کڅوړو کې ځای په ځای کړې، بس بله چاره مې نه لرله، قصد مې وکړ چې اډې ته لاړشم او ځان کلي ته ورسوم، څو له پلار سره د درملتون په کار کې مرسته وکړم، ځکه چې زما کارونو ګټه ونه کړه.))
الياس د کاليو له کڅوړو سره روان دی چې ناڅاپه يې يو ملګری په مخه ورځي له حال يې خبرېږي او د ويدا ښوونځي ته يې معرفي کوي، په ويدا ښوونځي کې د صفاکار او څوکيدار په توګه کار پيلوي: ((ويدا د مياشتې ۸زره افغانۍ راکولې، له ادارې مې هيله وکړه چې په ورځ کې يو ساعت د کورس له پاره وخت راکړي.))
الياس وايي چې په ډېره مينه به يې د وړو ماشومانو خدمت کاوه، دې به ډېره مزه ورکوله چې ماشومان به په پاک او منظم يونيفورم کې ښوونځي ته ورتلل، له بلې خوا په دې ښوونځي کې له ډېرو مخکښو څېرو سره هم پېژني چې يو يې اباسين بریال دی، خو د ښوونځي له کاره بدې خاطرې هم لري: ((ټوله اوونۍ مې سخت کارونه کړي وو، جمعې ته مې سترګې سپینې شوې وې، د پنجشنبې په ورځ ادارې راته وويل چې د جمعې په ورځ به راغلي کتابونه او نور وسايل ځای پر ځای کوم، دوی ته مې وويل چې ټوله اوونۍ ستړی شوی يم، د جمعې په ورځ به لږ استراحت يا تفريح وکړم، خو ويې نه منله زه هم مجبور وم بله لار مې نه لرله، ټوله جمعه مې تر مازيګره کار وکړ.))
له شپږ مياشتو وروسته الیاس يو ځل بيا کانکور ته ازموينه ورکوي او د کندوز ولایت د کرنې پوهنځي ته په ۲۸۴نومرو بریالی کېږي، الیاس په کرنه پوهنځي کې زدهکړې پيلوي، خو له دوو مياشتو زدهکړو وروسته يې پيسې ختمېږي، پلار يې هم وس نه لري چې پيسې ورته ولېږي: ((ان د يوه چپټر د کاپي کولو پيسې مې هم نه لرلې، مايوسه شوم، پوهنتون مې پرېښود، خپل کور ته راغلم. شپږ مياشتې مې بزګري کوله، له غره به مې بوټي راوړل، په دې وخت کې د درملتون هم کار نه کېده، يوازې د کور لګښت يې ډېر لږ پوره کاوه، مابه د ويدا له معاش هم يو څه پيسې ورته رالېږلې. په دې وخت کې ټولو خپلوانو او پلار راته ويل چې ايران ته په کار پسې لاړ شم او يو څه کار وکړم، خو ما ونه منله، دوی ته مې ويل چې په هر ډول وي، زه درس وايم.))
په کلي کې له پنځو مياشتو تېرولو وروسته له بېکارۍ په تنګ کېږي. اباسين بریال ته چې کابل کې دی زنګ وهي، اباسين يې هم په کابل کې د ناور په دفتر کې چې محور ورځپاڼه هم ترې خپرېده، د پخوونکي او څوکيدار په توګه نيسي: ((هغوی تر دې وړاندې په ويدا ښوونځي کې زما د کار صداقت لیدلی و او زما له کاره راضي وو، له همدې کبله يې پخوانی اشپز چې دوی ۱۵۰ډالره ورکول رخصت کړ او زه يې په ۲سوه ډالره په کار وګمارلم.))
دلته ده چې د الياس د ژوند پاڼه اوړي او خپلو هدفونو ته چې لوړې زدهکړې او خپلې کورنۍ ته د يوه ښه ژوند برابرول دي، ورو ورو نژدې کېږي. یو څه پیسې کور ته لېږي او يو څه ترې زدهکړو ته ساتي. الیاس په دې دفتر کې د خپلو کارونو تر څنګ کمپوټر، اداري کارونه، پښتو ژبه او د ليکنو ټايپ کول هم زده کوي: ((ناور نه و زما له پاره سم ښوونځی و، تر دې وړاندې مې کمپيوټر چالانوی نه شوای، خو دلته مې اداري پروګرامونه زدهکړل. له دوه کاله کار وروسته مې د پوهاند غضنفر ۳کلن طبي انستيتيوت کې نرسنګ پيل کړ، په لومړي سمستر کې څلورم نومره شوم، خو د اولې نومرې هڅه مې کوله، په نورو سمسترونو کې اول نومره او له انستيتيوت څخه هم په ۱۳۹۳لمريز کال عمومي اول نومره چې د نومرو فیصدي مې هم ۱۰۰ وه، فارغ شوم.))
الیاس سهار په څلورو بجو له خوبه بېدارېږي، ټول دفتر صفا کوي، د مامورينو له پاره چای تیاروي او له هرڅه منظمولو وروسته انستيتيوت ته ځي، په دوولسو بجو بېرته دفتر ته راځي، تر يوې بجې مامورينو ته ډوډۍ تیاروي، مازيګر د ورځپاڼې کارونه پیلېږي چې تر لسو بجو پورې کار کوي: ((يوولس يا دوولس بجې به ايله خوب ته خوشي کېدم، ډېر به داسې وخت راتلو چې په يوه شپه ورځ کې به مې ايله دوه يا درې ساعته خوب کاوه.))
الياس هڅه کوي چې د دفتر په اداري کارونو پوه شي، څه ډول معاشونه توزېع کوي، ماليه څنګه ترې ګرځوي، له ډونر سره څه ډول اړيکې ساتي، د کارکوونکو حاضري او نورې چارې څه ډول ترسره کوي: ((تر ډېره مې اداري کارونه زدهکړل، د پښتو او دري متن په ټايپ کولو کې تر ټولو ډېر ګړندی وم، داسې وختونه هم راغلل چې د صفاکارۍ او څوکيدارۍ تر څنګ مې ټول اداري کارونه هم ورسره کول، فايلونه به مې منظم کول، د ماليې وزارت ته به مې راپور جوړاوه او هلته به مې وړاندې کاوه.))
الياس له فراغت وروسته د يوې نادولتي موسسې د جوړولو هڅه کړي، موسسه جوړوي، دی وايي چې په ناور کې یې د کار په بهير کې له ډېرو دولتي لوړ پوړو کسانو، وکيلانو او د موسسو له رييسانو سره وپېژندل او تر ډېره يې د اباسين بریال له نظرياتو ډېر څه زدهکړي: ((دوه کسان مې پيداکړل چې مالي ملاتړ مې وکړي، ((د افغانستان پراختيايي موسسه)) مې جوړه کړه، خو دا چې کومه پروژه مو پيدا نکړای شوای، بېرته مو لغوه کړه. زه تر ډېره د اباسين په نظرياتو مخته تلم چې اوس هم پرې روان يم، هغه ماته د يوه کتاب په څېر ارزښت لري.)) الیاس په کابل کې د تخار د ځوانانو يوه ټولنه جوړوي او د ټولنې په مرسته له لوړو پوړو چارواکو، وزیرانو، والیانو، وکيلانو او رييسانو سره ويني.
الياس چې له انستيتيوت څخه فارغېږي، له ناور دفتر سره مخه ښه کوي او په تخار ولایت کې د يوه روغتيايي انستيتيوت جوړولو هڅه کوي، هغه د زدهکړو په وخت کې له غضنفر انستيتيوت سره نژدې پاتې شوی، له هغه سره يې اداري کارونه کړي نو تر ډېره د انستيتيوت په جوړولو بلد شوی دی: ((د ناور له کاره مې ۲سوه زره افغانۍ ساتلې وې، که به مې چاته وويل په دې پيسو انستيتيوت جوړوم راپورې خندل به يې، ۱۲۰زره افغانۍ مې هم ورور له ايران راولېږلې. تر سلو د ډېرو کسانو مشوره مې واخيسته، خو ټولو راته ويل چې نه يې شم جوړوی، دوی ويل چې په ۳سوه زره خو يو دوکان هم نه جوړېږي.))
الياس په دوه مياشتو کې د انستيتيوت امر اخلي، دی وايي چې د کابل پخواني والي عبدالجبار تقوا په امر اخيستو کې ډېره مرسته ورسره کړې، يو بل کس پيدا کوي چې په ۳۰سلنه سهم ورکولو سره دولت ته خپل د ۲سوه زرو ډالرو جايداد په ضمانت کې ورکړي: ((زه او يو بل کارمند وو چې په ۱۳۹۳لمريز کال مو په يوه کرايي ودانۍ کې چې سل زره افغانۍ کرايه مو ورکوله انستيتيوت پرانیست، د پلار مې په هېڅ صورت زړه نه و، فیس مو کم اخيست، په ډېر لږ وخت کې مو شاوخوا ۲۰۰ زدهکوونکي پيداکړل، ۵۰بېوزله کسان مې له فیس معاف کړي وو، يوه دوره مو يونيمکلنه لرله چې د ۱۵۰کسانو په ډله کې دا پنځوس کسان هم فارغ شول.))
الیاس اوس په خپل انستيتيوت کې۵۰تنه کارکوونکي لري، د تخار په کچه له نورو ادارو ډېر معاش ورکوي، د انستيتيوت په څنګ کې يوه ودانۍ په کرايه نيسي او د ۵۰تنو په شاوخوا کې له کليو راغلو بېوزلو ته ليليه جوړوي او لګښتونه يې هم ورکوي: ((انستيتيوت له پيل بیا تر اوسه هېڅ کله هم تاوان نه دی کړی، لومړی کال مې ۲۰زره ډالره ګټه وکړه، دويم کال يې ګټه دوه چنده شوه، اوس يې ګټه نوره هم ډېره شوې.))
الياس د ژوند په ښه کېدو سره خپله کورنۍ له کلي تالقانو ته راولي او د ځان لپاره دوه کورونه نيسي، د الياس وروڼه او خويندې هم په انستيتيوت کې کار کوي او هم زدهکړې: ((څلور وروڼه او څلور خويندې لرم، دوه خويندې مې په انستيتيوت کې زدهکړې کوي او دوه هم تر اوسه د ليسې زدهکوونکې دي. کومو کسانو چې له انستيتيوت منعه کولم، هغوی اوس راباندې ویاړ کوي.))
الياس د انستيتيوت تر څنګ د حيات په نوم خيريه بنسټ جوړوي، د هغه له لارې په خپل لګښت په کليو کې له ښوونځيو، مسجدونو او نورو عام المنفعه بنسټونو سره مرسته کوي. دی وايي چې د خلکو ستونزې په ښه توګه درک کولای شي ځکه چې خپله يې له ستونزو ډک ژوند کړی.
اوس د تالقانو خلک له الياس غواړي چې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې ځان کانديد کړي ځکه چې دوی د الیاس په خدمتونو باور لري: ((يو عادت لرم چې تل به يې وساتم، هغه دا دی چې خپل پخوانی حالت به هېڅکله هم هېر نه کړم.))
هغه همداراز د ځوانانو او محصلينو له پاره په تالقانو کې يوه ادبي او فرهنګي ټولنه هم جوړوي چې په لومړۍ غونډه کې يې ۴سوه کسان ګډون کوي. انستيتيوت يې لومړی مقام اخلي، د مشرانو جرګه او د کابل او تخار ولايتونه ستاينليک ورکوي. الياس له ځوانانو غواړي چې د ده ژوند د خپلو ځانونو لپاره بېلګه وګرځوي او هېڅکله هم ستونزو ته تسليم نه شي څو يوه روښانه راتلونکې ولري.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *