ads

هلمند كې ۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
د هلمند ولايت رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، تېره ورځ د لښکرګاه ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري هوايي بريدونه شوي، چې له كبله يې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپيان دي او اوس مهال افغان ځواکونه پر تصفيوي عملياتو بوخت دي.

نویسنده: The Killid Group
21 کب 1395

د سرچينې په وينا، د نادعلي ولسوالۍ اړوند تصفيوي عملياتو کې له تېرې ورځې راهيسې د لوی باغ سيمه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه يې ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په يادو عملياتو کې ګڼ کلي له وسله والو پاک شوي، لسګونه کړۍ ماينونه ايستل شوي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د يو بل خبر له مخې، د جمعې په ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ په حسين اباد سيمه کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي بريدونو کې د سيمه ييز قوماندان ملا عوض په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او يو عراده ټيوټا موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA