ads

يوسفزى: كاپيسا كې وسله وال ماتې سره مخ شوي

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، د تګاب د عملياتو د مخنيوي په هدف يو شمېر بهرنيو وسله والو او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د دولت وسله والو مخالفينو په جګړه کې برخه اخيستې، چې د امنيتي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 کب 1395
يوسفزى: كاپيسا كې وسله وال ماتې سره مخ شوي

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ چارواكي وايي، د تګاب د عملياتو د مخنيوي په هدف يو شمېر بهرنيو وسله والو او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د دولت وسله والو مخالفينو په جګړه کې برخه اخيستې، چې د امنيتي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي نن كليد ته وويل، دوى له تېرو دوه مياشتو راهيسې په تګاب ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات پيل کړي، چې اوس هم دوام لري.
د هغه په وينا، په دې عملياتو كې يې ټولې هغه سيمې بېرته نيولي، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې له وسله والو مخالفينو سره وې.
يوسفزي زياته كړه، د دغو سيمو د بېرته نيولو په هدف د بهرنيانو په ګډون د دولت وسله وال مخالفين هڅه کوي، چې جګړې ته دوام ورکړي، خو د ده په خبره، وسله وال د امنيتي ځواکونو له لوري له ماتې سره مخ شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په هغو سيمو كې امنيتي پوستې جوړې شوي، چې له وسله والو څخه نيول شوې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د  يادونې وړ ده، چې د تګاب جنوبي برخې له تېرو لسو کلونو راهيسې له امنيتي ستونزو سره مخ وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA