د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له ايرلنډ سره خپله دوهمه شل اوريزه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه به د كابل په وخت له غرمې وروسته يوه بجه د هند د نوي ډيلي په ګرېټر نويډا لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب پيل شي.
تر دې مخكې وړمه ورځ افغانستان خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه كې ايرلنډ ته په شپږو وېكټو ماتې وركړې وه.
د دې ترڅنګ افغانستان او ايرلنډ يوه بله شل اوريزه، پنځه پنځوس اوريزې او يوه د لويو وچو يا انټرکانټيننټل څلور ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
افغانستان دغه راز د روان ميلادي کال په جون مياشت کې له ويسټ انډيز سره هم د درېيو شل اوريزو او پنځو پنځوس اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي.
افغان کرکټ لوبډلې تر دې وړاندې له زمبابوې سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړه، چې ۳-۲ يې وګټله.