ads

افغانستان ايرلنډ ته په دوهمه شل اوريزه لوبه كې هم ماتې وركړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن ايرلنډ ته په دوهمه شل اوريزه لوبه كې هم ماتې وركړه.
دا لوبه نن د هند د نوي ډيلي په ګرېټر نويډا لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 کب 1395
افغانستان ايرلنډ ته په دوهمه شل اوريزه لوبه كې هم ماتې وركړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن ايرلنډ ته په دوهمه شل اوريزه لوبه كې هم ماتې وركړه.
دا لوبه نن د هند د نوي ډيلي په ګرېټر نويډا لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاكل شويو شلو اورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې جوړې كړې او د باران له كبله د ايرلنډ لوبډلې ته د لوبې ګټلو لپاره په يوولسو اورونو ۱۱۱ منډې هدف وټاكل شو، خو پوره يې نه كړاى شو.
د ايرلنډ لوبډلې په يوولسو اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۹۳ منډې جوړې كړې او لوبه يې افغانستان ته په ۱۷ منډو وبايلله.
تر دې مخكې وړمه ورځ هم افغانستان خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه كې ايرلنډ ته په شپږو وېكټو ماتې وركړې وه.
د دې ترڅنګ افغانستان او ايرلنډ يوه بله شل اوريزه، پنځه پنځوس اوريزې او يوه د لويو وچو يا انټرکانټيننټل څلور ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
افغانستان دغه راز د روان ميلادي کال په جون مياشت کې له ويسټ انډيز سره هم د درېيو شل اوريزو او پنځو پنځوس اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA