ټاکل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ايرلنډ سره خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه ترسره کړي.
دا لوبه به د كابل په وخت غرمه يوه بجه د هند د نوي ډيلي په ګرېټر نويډا لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب پيل شي.
د دې تر څنګ افغانستان او ايرلنډ دوه نورې شل اوريزې، ۵ پنځوس اوريزې او يوه د لويو وچو يا انټرکانټيننټال څلور ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
افغان کرکټ لوبډلې تر دې وړاندې له زمبابوې سره د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړه، چې ۳-۲ يې وګټله.
افغانستان دغه راز د روان ميلادي کال په جون مياشت کې له ويسټ انډيز سره هم د درېيو شل اوريزو او پنځو پنځوس اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي.