د پاکستان پوځي چارواکو ادعا کړې، چې په اسلام اباد کې يې د تحريک طالبان پاکستان اړوند د سجنا ډلې مهم غړى عبدالله محسود نيولى دى.
پاكستاني رسنيو د چارواکو له قوله په ورکړل شويو رپوټونو کې ويلي، ياد عمليات يې د اسلام اباد جي ۱۵ حساسه سيمه کې ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې عبدالله محسود له يو شمېر نورو ملګرو سره نيول شوى دى.
د پوليسو په وينا، د سجنا ګروپ ياد غړى په بدله بڼه په اسلام اباد کې اوسېده.
پوځي چارواکي وايي، چې نوموړي څخه په يو نامعلوم ځاى کې دا مهال پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
پر ده تور پورې شوى، چې په خيبر پښتونخوا کې يې ترهګريز بريدونه ترسره کړي دي.
تراوسه په دې اړه د تحريک طالبان پاکستان ډلې څه نه دي ويلي.