ads

فراه کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۳۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه ولايت د بالابلوك ولسوالۍ تودنك سيمه كې پرون ماسپښين د جګړې په مهال ۳۱ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د ولايتي روغتون سر طبيب حکيم رسولي وايي، روغتون ته د اتو وژل شويو کسانو جسدونه او ۲۲ ټپيان ور وړل شوي، چې ډېرى يې ماشومان او ښځې دي.

نویسنده: The Killid Group
14 کب 1395
فراه کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۳۱ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه ولايت د بالابلوك ولسوالۍ تودنك سيمه كې پرون ماسپښين د جګړې په مهال ۳۱ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د ولايتي روغتون سر طبيب حکيم رسولي وايي، روغتون ته د اتو وژل شويو کسانو جسدونه او ۲۲ ټپيان ور وړل شوي، چې ډېرى يې ماشومان او ښځې دي.
رسولي زياتوي، د ملکي کسانو پايوازانو ورته ويلي، چې د كورنيو غړو ته يې په هوايي بريدونو او د جګړې په مهال ډزو كې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل خوا د فراه د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلبهار مجاهد وايي، دوى دقيق نه پوهېږي، چې ملکي کسانو ته کوم لوري زيان اړولى، خو په اړه يې څېړنې كوي.
د هغه په خبره، اووه ماشومان، يوه مېرمن او يو نارينه وژل شوي دي.
مجاهد زياتوي، چې د تودنک سيمې په يوه سر کې حکومتي ځواكونه او بلې خوا ته يې وسله وال مخالفين دي.
په همدې حال كې طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې يادو كسانو ته د امريكايي ځواكونو هوايي بريدونو كې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وينا، په دې هوايي بريدونو كې د ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي.
تراوسه په هېواد كې مېشتو امريكايي ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA