ads

د اندېښنې وړ پروسه

د قانون له مخې د انتخاباتو خپلواک کميسيون پخپلو چارو کې خپلواک عمل کوي، خو که چېرته حکومت يې په چارو کې مداخله وکړي، د هغه خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او د راتلونکي په نسبت، چې موږ پارلماني او د جمهوري رياست انتخابات لرو، اندېښنې راولاړوي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په چارو کې د حکومت او سیاستمدارانو له خوا د لاسوهنې وېره هغه وخت رامنځته شوه، چـې تېـره اوونۍ د دغه کميسيون مشر نجیب الله احمدزي په يوه غونډه کې د خپل کميسيون په چارو کې د حکومت او سیاستمدارانو له مداخلو اندېښنه څرګنده کړه.

د قانون له مخې د انتخاباتو خپلواک کميسيون په خپلو چارو کې خپلواک عمل کوي، خو که چېرته حکومت يې په چارو کې مداخله وکړي، د هغه خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او د راتلونکي په نسبت، چې موږ پارلماني او د جمهوري رياست انتخابات لرو، اندېښنې راولاړوي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په چارو کې د حکومت او سیاستمدارانو له خوا د لاسوهنې وېره هغه وخت رامنځته شوه، چـې تېـره اوونۍ د دغه کميسيون مشر نجیب الله احمدزي په يوه غونډه کې د خپل کميسيون په چارو کې د حکومت او سیاستمدارانو له مداخلو اندېښنه څرګنده کړه.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د جدې په ۲۶مه نېټه د ازاد رقابت له لارې ۳ تنه په شرایطو برابر کسان د کميسيون د دارالانشا ریاست ته غوره او جمهوري ریاست ته ور وپېژندل. خو له دې درېیو کسانو سره د حکومت د مشرانو د مخالفت او غوښتنې له کبله، د انتخاباتو خپلواک کميسيون د خپل استقلالیت په نه نظر کې نیولو سره د کب د میاشتې په ۲۶مه نېټه شپږ تنه نور کسان هم د دغه څوکۍ لپاره جمهوري ریاست ته ور وپېژندل چې جمهور رييس يې له منځه امام محمد وريماچ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشا د رييس په توګه وټاکه. د ټاکنو کميسيون له لوري د دويم ځل لپاره جمهور رييس ته د شپږ تنو معرفي کول يو مخ له قانون سره په مخالفت کې دي، ځکه په قانون کې په صراحت سره ویل شوي چې درې تنه باید د کميسيون له لارې غوره شي او جمهور رییس به د هغوی له منځه یو کس د رییس په توګه ټاکي. دغه کميسيون د انتخاباتو د قانون د دوه ویشتمې مادې د درېيمې فقرې د حکم پر اساس د ازاد رقابت په پایله کې درې تنه وړ کسان غوره کوي او جمهوري ریاست ته يې ورپېژني، چې له منظورۍ وروسته یو تن يې د دارالانشا د ریاست مشرۍ ته ټاکل کېږي.
دارالانشا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوه مهمه او اجرایي برخه ده چې د یاد کميسيون له لوري له مخکې ټاکل شوي چوکاټ په بنسټ د انتخاباتو د عملیاتو د تطبیق او ترسره کولو مسوولیت په غاړه لري. دارالانشا د هغه د رییس له خوا چې د انتخاباتو د خپلواک کميسیون په وړاندیز د جمهور رییس له لوري د متخصصو او کارپوه شخصیتونو له منځه ټاکل کېږي، رهبري کېږي. د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دارالانشا په انتخاباتو پورې ټول اړوند فعالیتونه په کابل کې د خپل مرکزي دفتر او په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتي دفترونو په کچه رهبري کوي.
د دارالانشا لپاره کومه پروسه چې غوره شوې، هغه د انتخاباتو د قانون په بنسټ وي او د انتخاباتو کميسيون دغه پروسه د همدغه قانون په اساس ترسره کوي او پخپلو دا وړ چارو کې پوره خپلواکي لري. خو دا چې وخت ناوخت پخپلو چارو کې د حکومت او سیاستمدارانو له خوا له فشارونو سره مخ کېږي او نه شي کولی چې خپله خپلواکي وساتي، د اندېښنې وړ خبره ده. قانون په پوره روڼتیا کې د چارو د ښه ترسره کولو لپاره وضع کېږي، چې بې له شکه د انتخاباتو قانون هم پر همدې اصل رامنځته شوی دی چې پخپل ځای د صلاحیتونو، مسوولیتونو او خپلواکیو تضمینوونکی دی.
د انتخاباتو قانون چې پنځه میاشتې مخکې د جمهور رییس اشرف غني له خوا توشیح شوی دی، د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته خپلواکي ورکړې چې خپلې چارې په پوره روڼتیا ترسره کړي.
دا چې قانون شته او باید د هغه په رڼا کې د انتخاباتو کميسيون خپلې چارې سـرتــه ورسـوي، پر دغه کميسيون فشار واردول د هغــه خپلواکۍ ته زیان رسوي او د ولس په منځ کې يې باور کموي. خو دا هم پر کميسيون ده چې په داسې مواقعو کې خپل غږ اوچت کړي او ولس ته ووايي چې په چارو کې يې لاسوهنې کېږي او په خپلواک ډول پرېکړې نه شي کولای.
اوس هم وخت شته چې کميسيون دا کار وکړي، خو ښايي د کميسيون جوړښت چې د دوو ټيمونو په خوښه رامنځته شوی، خپله ستونزه جوړوونکی شي. ویل کېږي چې د حکومت له دې غوښتنې سره چې شپږ تنه نور کسان د دارالانشا ریاست لپاره جمهوری ریاست ته ور وپېـژني، د انتخاباتو د کميسيون مشر مخالفت کړی، خو مرستیالې يې دغه کسان ورپېژندلي دي. دا خبره دننه په کميسيون کې د نه همغږۍ اندېښنه راولاړوي چې کولای شي په راتلونکي کې د ګڼو نورو داسې ستونزو سبب شي چې ملي ګټو ته زيان ورسوي.
د انتخاباتو کميسيون په چارو کې د لاسوهنې اندېښنې په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې موږ په لنډه موده کې دوه انتخابات په مخکې لرو. یو د ولسي جرګې او بل هم د جمهوري رياست انتخابات، د ولس اندېښنه دا ده که چېرته د کميسيون په چارو کې دا ډول لاسوهنې روانې وي، ښايي زموږ انتخابات له ګڼو ستونزو سره مخ شي، ځکه ښکېلې خواوې به هڅه کوي چې خپله خوښه وکړي او د ولس په رایو سوداګري وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA