ads

افغانستان د اسيا د ساحلي فوټبال سياليو کې ماليزيا ته ماتې ورکړه

افغانستان  د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام  ته د لار موندلو په سياليو کې کوربه هېواد  ماليزيا ته ماتې ورکړه. دا لوبې نن د ماليزيا د کوالا ټرينګانو په ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو ترمنځ پيل شوې، چې په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي. په الف ګروپ کې ايران، بحرين، […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
14 کب 1395
افغانستان د اسيا د ساحلي فوټبال سياليو کې ماليزيا ته ماتې ورکړه

افغانستان  د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام  ته د لار موندلو په سياليو کې کوربه هېواد  ماليزيا ته ماتې ورکړه.
دا لوبې نن د ماليزيا د کوالا ټرينګانو په ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو ترمنځ پيل شوې، چې په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې ايران، بحرين، چين، ماليزيا او افغانستان؛ په ب ګروپ کې عمان، لبنان او ټايلينډ؛ په سي ګروپ کې جاپان، امارات، عراق او قطر شامل دي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، افغانستان نن  خپله لومړۍ لوبه له ماليزيا سره ترسره کړه، چې پنځه په درېيو ګولونو يې کوربه هېواد ته ماتې ورکړه.
د  افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې له لوري حضرت ګل باران، ذبيح الدين، رووف قادري او زين الدين شريفي ګولونه ووهل.
افغانستان به سبا خپله دويمه لوبه له چين سره ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA