امنيتي ځواکونو د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ مركز، چې وړمه ورځ يې سقوط كړى و، بېرته له وسله والو طالبانو ونيوه.
د بغلان د والي وياند محمود حقمل كليد ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ مركز نن سهار له طالبانو بېرته ونيول شو او اوس مهال د مخالفينو له شتونه د تاله او برفك د نورو سيمو د پاكولو عمليات دوام لري.
همدارنګه د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان مومند كټوازي كليد سره خبرو كې تاييد كړه، چې امنيتي ځواكونه د تاله او برفك ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتي دي.
نوموړي زياته كړه، طالبانو ته په جګړه كې درنه مرګ ژوبله اوښتې، چې كره معلومات به يې وروسته له رسنيو سره شريك كړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې په بغلان كې جګړې زياتې شوي او د دغه ولايت خلك يې اندېښمن كړي دي.