ads

طالبانو د بغلان ولايت د تاله او برفك ولسوالۍ ونيوله

د بغلان ولايت د تاله او برفك ولسوالي تېره ورځ د طالبانو لاسته ولوېده.
د بغلان د امنيې قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري وايي، د دغه ولايت د دهنه غوري د ولسوالۍ د پاكولو لپاره د عملياتو له پيلېدو وروسته طالبانو هڅه وكړه چې د جګړې لمن پراخه كړي او امنيتي ځواكونه مصروف كړي

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 کب 1395
طالبانو د بغلان ولايت د تاله او برفك ولسوالۍ ونيوله

د بغلان ولايت د تاله او برفك ولسوالي تېره ورځ د طالبانو لاسته ولوېده.
د بغلان د امنيې قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري وايي، د دغه ولايت د دهنه غوري د ولسوالۍ د پاكولو لپاره د عملياتو له پيلېدو وروسته طالبانو هڅه وكړه چې د جګړې لمن پراخه كړي او امنيتي ځواكونه مصروف كړي، په همدې هدف طالبانو د مركزي بغلان، دوشي، بركې او تاله او برفك په ولسواليو كې جګړه پيل كړه چې د دغه جګړې په پايله كې تېره ورځ د تاله او برفك ولسوالي د طالبانو لاسته ورغله.
هغه زياته كړه چې د تاله او برفك په ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ په نښته كې له آتو تنو ډير افغان امنيتي سرتيري وژل شوي او همداراز طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ګلبهاري په خبره په دې جګړه كې پنځه تنه طالبان وژل شوي، څلور تنه ټپي دي او پنځه تنه نور يې ژوندي نيول شوي دي.
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې په بغلان كې جګړې زياتې شوې او د دغه ولايت خلك يې هم اندېښمن كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA