د فوټبال فدراسيون لپاره د مشرۍ لپاره نوماند هارون پوپل هغه تورونه رد كړل چې د دغه فدراسيون د سرپرست له خوا پرې لګول شوي وو.
د فوټبال فدراسيون سرپرست ويلي وو چې پوپل د ولسي جرګې د دوه تنو غړو او يو شمېر وسلوالو كسانو سره يو ځاى د دې لپاره المپيك ته ورغلى و چې خپل زور وښيي.
خو هارون پوپل نن په يوه خبري ناسته كې وويل: چې د فوټبال فدراسيون په ټاكنو كې له سره درغلۍ وې او ده د ولسي جرګې د شكايتونو كمسيون ته شكايت وكړ چې په وينا يې وكيلان د څارنې لپاره او وسلوال كسان د وكيلانو د امنيت لپاره راغلي وو.
په همدې حال کې د اجراييه رياست وياند جاويد فيصل هم نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ملي يوالي حکومت مشرانو جمهور رييس اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله په ګډه ليدنه کې فيصله وشوه چې هېڅ غير مسوول بنسټ به د المپيک د ملي کميټې په کارونو کې مداخله نه کوي.
په پام کې وه چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د مشرۍ لپاره ټاکنې د راتلوونکي کال د وري مياشتې پر ۱۶ نېټه تر سره شوې واي، خو د دې فدراسيون چارواکي وايي، فيفا يا د فوټبال نړيوالې شورا له خوا ليک ورته ليږل شوي او په دې ليک کې يې ويلي چې ټاکنې دې تر نامعلوم وخته پورې وځنډول شي.