ads

غفوري: د سره صليب د تښتول شويو كاركوونكو د خوشې كولو هڅې روانې دي

د جوزجان سيمه ييز چارواكي وايي، په دې ولايت كې د سره صليب د دوه تنو تښتول شويو كاركوونكو د خوشې كولو هڅې روانې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 کب 1395
غفوري: د سره صليب د تښتول شويو كاركوونكو د خوشې كولو هڅې روانې دي

د جوزجان سيمه ييز چارواكي وايي، په دې ولايت كې د سره صليب  د دوه تنو تښتول شويو كاركوونكو د خوشې كولو هڅې روانې دي.
د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري وايي، هغه كس چې د سره صليب كاركوونكو ته يې دسيسه جوړه كړې وه او هغوى يې په ناپوهۍ سره د داعشيانو سيمه ته بيولي و، د امنيتي ځواكونو له خوا څخه نيول شوى دى.
هغه زياته كړه چې نيول شوى كس د درزاب ولسوالۍ د قومي مشرانو له ډلې يو تن دى او هغه د سره صليب كاركوونكو ته د امنيت د ټينګښت ډاډ وركړى و خو د لارې په اوږدو كې هغوى د داعشيانو منګلو ته ولوېدل.
د جوزجان د والي وياند زياتوي چې د دغه دوه تنو د خوشې كولو لپاره هڅې روانې دي او ژر به را خلاص شي. غفوري زياتوي چې د سره صليب دوه تنه تښتول شوي كاركوونكي اوسمهال په درزاب ولسوالۍ كې د قاري حكمت په نامه د داعشيانو د يوه قوماندان سره دي.
دا په داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې داعشيانو د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ د جرقدق په سيمه كې د سره صليب د نړيوالې كمېټه شپږ تنه كاركوونكي هغه مهال په ډزو ووژل او دوه تنه يې له ځان سره بوتلل چې هغوى د سيمې خلكو ته د حيواني خوړو د ويشلو لپاره تللي وو او هغه دوه تنه تښتول شوي اوس هم له داعشيانو سره دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA