ads

ښځې له زده کړو او صحي اسانتیاوو بې برخې دي

د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې اوس هم نجونې او مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په یو شمېر ولایتونو کې روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه کېږي، ځینو ولايتونو کې بیا نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او ځینو نورو ولایتونو کې که نجونې زدهکړو ته هم لېږل کېږي، خو جګړې دومره شديدې دي چې د دوی د زدهکړو پر بهیر يې ناوړه اغېز کړی دی. ددې تر څنګ د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې اوس هم شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي دي.

نویسنده: The Killid Group
11 کب 1395
ښځې له زده کړو او صحي اسانتیاوو بې برخې دي

د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې اوس هم نجونې او مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په یو شمېر ولایتونو کې روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه کېږي، ځینو ولايتونو کې بیا نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او ځینو نورو ولایتونو کې که نجونې زدهکړو ته هم لېږل کېږي، خو جګړې دومره شديدې دي چې د دوی د زدهکړو پر بهیر يې ناوړه اغېز کړی دی. ددې تر څنګ د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې اوس هم شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي دي.

پکتیکا کې د ډاکترانو نشت
په پکتیکا کې د ټول ولایت په کچه یوازې یوه متخصصه ډاکټره فعالیت لري. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، په ډېرو سختیو او ستونزو له لرو پرتو ولسوالیو خپل ناروغان د پکتیکا مرکز ښرنې ملکي روغتون ته راوړي. ځکه د ټول ولایت په کچه یوازينۍ ښځينه متخصصه ډاکټره په همدې روغتون کې په خدماتو بوخته ده.
پکتیکا د هېواد په کچه نسبتاً لوی ولایت دی او کله یې چې د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي خپل ناروغان د ولایت تر مرکز ښرنې رسوي له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، ساعتونه مزل کوي او کله کله خو داسې پېښېږي چې ناروغان په لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د پکتیکا ولایت د اومــنې ولــســوالــۍ یــوه اوسېدونکي عبدالقادر کلید ته وویل، ډېری وخت د اومنې ولسوالــۍ په لاره وسلــهوال طالبان ماینونه ږدي، خو دوی اړ دي چې په همدې خطرناکو، ناامنو او خرابو لارو خپل ناروغان تر مرکز ښرنې ورسوي: ((که د پکتیکا په ولسوالیو کې ډاکټران او په ځانګړي ډول ښځينه ډاکترانې وای نو اړ به نه وو چې خپل ناروغان په دې سختو شرایطو کې تر مرکز ښرنې راوړو، هر څه له مجبورۍ کېږي.)) د دې ولایت د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي نظرخان کلید ته وویل، د دوی ولسوالۍ له مرکز هومره لرې ده چې د یوه ناروغ د انتقال لپاره اړ دي ۲۴زره کلدارې کرایه ورکړي، څو یې ناروغ تر مرکز ښرنې ورسوي: ((هلته کومه ښځينه ډاکټره نشته چې د ولادت پر مهال له مېرمنو سره مرسته وکړي، نو ځکه موږ اړ یو په ساعتونو ساعتونو مزل وکړو او خپل ناروغ تر ښرنې راورسوو.))
دا چې ولې له یوې نيمې لسيزې وروسته هم په پکتيکا ولایت کې روغتيايي ستونزې پر خپل حال دي او یوازې یوه ډاکټره فعالیت لري دا مو د ښځو د حقونو له فعالې شهلا فريد وپوښتل. نوموړې وايي، په لرې پرتو سیمو او ان ښارونو کې ځېنې کورنۍ شته، چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه لېږي او که یې لیږي هم؛ نو له پنځم او شپږم ټولګي وروسته یې په کور کېنوي.
مېرمن فرید زیاتوي، که د پکتیکا ولایت اوسېدونکي نه غواړي چې خپلې ښځينه ناروغانې نارینه ډاکترانو ته بوځي او دا ځان ته يو شرم ګڼي، نو بیا ولې خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه لېږي.
اغلې فريد زياتوي، که چیرې نن دوی خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولېږي، سبا به د دغه ولایت اوسېدونکي د ښځينه ډاکټرانو او ښوونکو له کمښت سره مخ نه وي: (( زه نه شم کولای په یوه وخت هم خپلې لوڼې له ښوونځیو راوګرځوم او هم بیا شکایت وکړم چې ولایت کې مې ښځينه ډاکټره او ښځينه ښوونکې نشته، دوی دې خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولېږي چې سبا ترې ډاکټرانې او ښوونکې جوړې شي او ټولې ستونزې يې حل شي، هغه وخت به دوی په خپل کلي او چم کې خوشاله ژوند لري خپلې ډاکټرانې او ښوونکې به لري او بل چاته به اړ نه وي.))
په وروستیو کې خو داسې راپورونه هم خپاره شول چې له پکتیکا یوازینۍ ښځینه متخصصه ډاکتره هم کابل ته راغلې او له رسنیو سره يې په مرکو کې ويلي وو چې بیا به پکتیکا ته لاړه نه شي، خو د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مشر ډاکتر ولي ګل له کلید سره په خبرو کې د پکتیکا خلکو ته ډاډ ورکړ چې نه یوازې پکتيکا ته به هغه ډاکټره بېرته ورستنېږي بلکې له دوو نورو ښځینه ډاکټرانو سره هم خبرې شوې دي چې په دغه ولایت کې فعالیت پیل کړي.

ښوونځیو ته د نجونو نه لېږل
که پکتيکا کې ښوونځیو ته د نجونو د نه تګ له کبله یوه ډاکټره نه پیدا کېږي، په پکتیا ولایت کې هم د ځینو دودونو له کبله ډېری کورنۍ زړه نه ښه کوي چې خپلې نجونې ښوونځي ته ولېږي.
د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسیدونکی نثار حبیب وایي، په دغه ولایت کې که د نجونو پرمخ ښوونځي پرانيستي هم دي، خو د نجونو شمېر پکې کم دی: ((په پکتیا کې نه یوازې دا چې نجونې له ښوونځیو منع کېږي ان د نجونو زدهکړو ته د شرم په سترګه کتل کېږي، ما په خپلو سترګو لیدلي چې د سیمې خلک یو بل ته پېغورونه ورکوي کوم څوک چې خپلې لوڼې ښوونځیو یا مدرسو ته ولېږي.))
په همدې حال کې په پکتیا کې د ښځو شبکې مشره ماهره احمدزۍ وایي، په دې ولایت کې د اقتصادي او امنيتي ستونزو تر څنګ ناوړه دودونه او په کم عمر کې د نجونو ودول ددې سبب شوي چې نجونې له زدهکړو راوګرځول شي.
نوموړې زیاتوي، که چېرې د کورنۍ نارینه غړو ته د ښځو او نجونو د زدهکړو په تړاو پوهاوی ورکــړل شي، ښــايــي تر یــوې کــچــې دا ډول ستونزې راکمې شي: ((موږ د یو شمېر نورو ادارو په مرسته هڅه کوو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړو، ځکه که چېرې په لرې پرتو سیمو کې خلک خپل حق او د نورو حقونه ونه پېژني، دا به سخته وي چې ټول خلک دې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.))
اخوا بیا د انسانیت بنسټ غړې انجنیره شکریه عزیز وایي، د نجونو زدهکړې خورا مهمې دي او يوه باسواده مور ټولنې ته خورا ښه اولادونه وړاندې کولای شي: ((زه په خپله هم په داسې یوه کورنۍ کې واده شوم چې ټول غړي یې زما د دندې خلاف و، هغوی فکر کاوه چې انجنیري یواځې د نارینهوو کار دی، خو ما په ارامه ژبه هغوی پوه کړل، ستونزې مې وګاللې، ځکه مې اوس ټول اولادونه لوستي دي.))
له بل لوري بیا په کابل کې یو ارواحپوه ډاکتر رسا جمشید وایي، ډېر کله په کورنیو کې د ښځو او نارینهوو توپیر د کورنیو د مشرانو له لوري رامنځته شوی دی.
نوموړی زیاتوي، که چیرې په یوه کورنۍ کې د ښځو په وړاندې محدودیتونه ډير او نارينهوو ته بیا اسانتياوې ډېرې وي، همدا د کورنۍ پر غړو منفي اغېز کوي او بالاخره د کورنۍ نارينه غړي فکر کوي چې ښځې هېڅ کار نه شي کولای: ((په ټوله کې دا د مور او پلار دنده ده چې د خپلو ماشومانو تر منځ توپیر ونه کړي، ځکه دا نه یوازې د ښځو پر رواني حالت ناوړه اغېز کوي، بلکې په خپله نارینه هم له ډیرو زیانونو سره مخ کوي او په کورنیو کې د تاوتريخوالي سبب کېږي.))

کندز او هلمند کې جګړې
د نورو ستونزو تر څنــګ د افغانستان په یو شمېر ولایـتــونــو کې جــګــړې هم د نجــونــو د ښوونې او روزنې بهیر اغېزمن کړی دی. هلمند او کندز دوه هغه ولایتونه دي چې وخت نا وخت په کې جګړې روانې وي او د جګړې دغه اور د یو شمیر ښوونځیو دروازو ته هم رسیدلی دی.
دلته د جګړو له کبله ځینې ښوونځي تړلي پاتې دي، خو ځینې نورو خلاصو ښوونځیو ته په خپله کورنۍ خپلې لوڼې نه پرېږدي.
د کندز د ښځو چارو رييسه هم تایيدوي چې له یوه لوري ناامنیو د زدهکړو بهیر اغېزمن کړی له بل لوري دغه ولایت کې يو شمېر کورنۍ نه غواړي چې نجونې ښوونځيو ته ولېږي: ((د قانون له مخې ښځه او نر دواړه د زدهکړو مساوي حق لري، خو له بده مرغه یو شمېر کورنۍ نه غواړي خپلې نجونې ښوونځیو ته ولېږي، له همدې کبله په دغه ولایت کې د ښځو په منځ کې نوي ظرفيتونه هم نه دي راټوکېدلي او د ښځو د سواد کچه هم ټيټه ده.))
له بل لوري په جنوبي ولایت هلمند کې هم نجونې له همدې ستونزې کړېږي، د دغه ولایت د واشېر ولسوالۍ له یوه اوسیدونکي اختر محمد سره مو د نجونو د زدهکړو په تړاو خبرې وکړې.
اختر محمد وايي، په واشېر کې د ګوتو په شمېر څو نجونې که ښوونځیو ته ځي، نورو ته دا د شرم خبره ده چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي: ((د نجونو زدهکړې دلته د شرم موضوع ده، کورنۍ نه غواړي نجونې يې له کوره بهر لاړې شي او نور څوک يې وګوري، د کلي مشران مو هم نه غواړي دغه څه ترسره شي، د ښځو د کار موضوع هم یو مخ ددې ټولنې له دودونو سره سر نه خوري، موږ به مړه وو چې د ښځې ګټې ته کېنو.))
د دې تر څنګ د هلمند په موسیکلا ولسوالۍ کې هم وضعیت په همدې ډول دی. ددې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد عمر کلید ته وویل، هلته خلک نجونې ښوونځيو ته نه لېږي، د کورنیو مشران دا د ځان لپاره شرم ګڼي: ((په کوم مجلس کې که کله هم د ښځو د زدهکړو خبره ياده شي شخړه راپورته کېږي او څو تنه حتما دا خبره کوي چې د ښځو زدهکړې خو لوی شرم دی.))

ناامني اصلي ستونزه ده؟
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې د نا امنیو له کبله شاخوا ۱۰۰۰ ښونځي تړلي دي چې ډېری يې د نجونو ښوونځي دي.
په کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمسیون د ښځو څخه د ملاتړ ادارې مشره لطیفه سلطاني دا مني چې د هېواد په ځینو برخو کې د ناامنیو له کبله نجونې په کور ناستې دي، خو وایي، دوی په تېرو کلونو کې د دې شاهدې پاتې شوې چې په یو شمېر ولایتونو کې پر دې سربېره چې هر راز اسانتياوو وجود درلود؛ نجونې د کورنیو له لوري زدهکړو ته نه لېږل کېدې.
نوموړې زیاتوي، د بشري حقــونــو خــپلــواک کمسیون پخوا تر دې هم ډیرې داسې قضیې څېړلې دي چې په جنوبي او جنوب ختيځو ولایتونو کې نجونې په کم عمر واده شوې یا د ناوړه دودونو ښکار ګرځیدلې دي او له همدې کبله یې زدهکړې په نیمایي کې پرېښې دي او یا له سره ښوونځي ته تللې نه دي: (( زه باوري يم، که چېرې کورنۍ نجونې زدهکړو ته ولېږي او د هغوی له زدهکړو ملاتړ وکړي هېڅ څه به یې هم په وړاندې خنډ نه شي.))

د حل لاره څه ده؟
په افغانستان کې د نجونو د زده کړې پر وړاندې ستــونــزې څنــګــه حــلېـــدای شي؟
د پکتــیکــا ولایت یو قـــومــي مشر مولوي عبدالمنان وایي، پخوا به چې خلکو د ښځو او نجونو له زدهکړو ملاتړ کاوه، ځينو به پرې د کافر فتوا صادروله، خو اوس دا ستونزه تر یوې کچې حل شوې.
عبدالمنان زیاتوي، په پکتیکا کې د قومي مشرانو هڅه داده چې د نجونو د زدهکړو لپاره لاره هواره کړي چې په راتلونکې کې له ستونزو وژغورل شي.
له بل لوري د پکتیکا ولایت یوه اوسیدونکې نور افشان چې تازه له دوولسم ټولګي فارغه شوې وايي، د دوی د کورنۍ مشرانو هېڅکله هم د نجونو له زدهکړو سره مخالفت نه دی کړی. نورافشان زیاتوي، د دوی د کورنۍ غړي باوري دي چې د نجونو زدهکړې نه یوازې کورنۍ بلکې ټولنې ته هم ګټه رسوي.
نور افشان زیاتوي، په ټوليز ډول د هېواد هر وګړي په ځانګړي ډول قومي مشرانو ته ښايي چې د نجونو د زدهکړو په وړاندې پراته خنډونه له منځه يوسي او د اولادونو تر منځ توپيري چلند ونه کړي.
له بل لوري د ښځو د حقونو فعالانې وايي، که له يوه لوري نجونې له ناوړه دودونو وژغورل شي او له بل لوري زدهکړو ته پرېښودل شي، نو په هر کور که به د علم ډېوې بلې شوې وي او نسلونه نسلونه به په ښه ډول روزل شوي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA