ads

د پکتيکا په ارګون کې د کرنې انسټيټيوټ د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي انسټيټيوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې چارې به يې د اتلسو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

نویسنده: The Killid Group
11 کب 1395
د پکتيکا په ارګون کې د کرنې انسټيټيوټ د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي انسټيټيوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې چارې به يې د اتلسو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت په دې اړه وويل، چې د کرنې انسټيټوټ لپاره دغه دوه پوړيزه ودانۍ په اساسي ډول جوړېږي.
وحدت وويل هڅه يې دا ده، چې زده کړو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي، نو په همدې موخه په ولسواليو کې د زده کړو مرکزونه جوړوي.
وحدت دغه راز له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د خپل راتلونکي او هېواد جوړونې په موخه زده کړو ته مخه کړي ترڅو له بدبختيو وژغول شي.
بل لور ته د پکتيکا د پوهنې رييس محمد نسيم واجد هم په دې اړه وويل، چې په ارګون ولسوالۍ کې د کرنې انسټيټيوټ لپاره جوړېدونکې ودانۍ د پوهنې وزرات له انکشافي بوديجې څخه په پنځلس اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو جوړېږي.
دده په خبره د ياد انسټيټيوټ د جوړېدو چارې به په اتلسو مياشتو کې په اساسي ډول بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د بشيرپه نوم دکرنې دانسټيټيوت يوه زده کوونکي هم په دې اړه کليدته وويل، چې موږ د دې ودانۍ د بنسټ د ډبرې په اېښوود ډېر خوشاله يو، له دې سره به زموږ هغه ستونزې چې د ځای د نه شتون له کبله مو درلودې هوارې شي.
نوموړي له دولت نه غوښتنه وکړه، چې د دې ودانۍ د جوړېدو د کار کيفيت ته دې جدي پاملرنه وکړي، ترڅو دا ودانۍ په سم ډول جوړه شي.
د يادونې ده، چې ارګون ولسوالۍ د اورګون زون د نهو ولسواليو مرکز دی، چې تر دې وړاندې هم بېلابېلې د بيارغونې د پروژو کارونه په کې ترسره شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA