ads

د ډایکنډي لاسي صنایع بازار نه لري

د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د کورونو مېرمــنې د کور د کــارونــو تــر څــنــګ خــامک دوزي، مرۍ پېيل، د افغاني جامو جوړول او غالۍ اوبدل مخکې وړي او په دې فعالیتونو کې ځانګړي مهارتونه لري.

نویسنده: The Killid Group
9 کب 1395
د ډایکنډي لاسي صنایع بازار نه لري

د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د کورونو مېرمــنې د کور د کــارونــو تــر څــنــګ خــامک دوزي، مرۍ پېيل، د افغاني جامو جوړول او غالۍ اوبدل مخکې وړي او په دې فعالیتونو کې ځانګړي مهارتونه لري.
د دې ولایتونو له منځه یو هم د هېواد مرکزي ولایت ډايکنډي دی چې ښځې يې د لاسي صنايعو په برخه کې شهکارونه کوي، خو ددې صنایعو د پلور لپاره بازار نه لري او په دې برخه کې يې چا لاسنيوی نه دی کړی. دوی وېره لري که دغه ستونزه دوام وکړي، هنر او تولیدات به له خلکو هېر شي.
راضيه د ډايكنډي ولايت يوه سوداګره ښځه ده چې له لسو کلونو راهيسې غالۍ او ګلمونه اوبي، خو نوموړې وايي، اوس مهال يې توکي بازار نه لري او په دې برخه کې ورسره هېچا هم مرسته نه ده کړې. نوموړې له حكومت غواړي چې د ډايكنډي په ولايت كې دې د ښځو د لاسي صنايعو د خرڅلاو بازار جوړ كړي، څو له يوې خوا د دې ولايت لاسي صنايع پرمختګ وكړي او له بلې خوا ښځې وتوانېږي خپل توکي وپلوري او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي. نوموړې وايي، په وروستیو کې نه د دولت او نه کوم بل بنسټ له لوري د دوی صنعت ته پاملرنه شوې.
له بل لوري یو شمېر نورې سوداګرې ښځې وايي، که دولت يې د لاسي صنایعو لپاره د مارکېټ پیدا کولو غم ونه خوري، له خپلو کاروبارونو او تولید به لاس واخلي.
اخوا د ډايکنډي د ښځو چارو رييسه ذکيه رضايي هم اندېښنه ښيي چې که ددغه ولایت په لاسي صنعت کې د بوختو ښځو ستونزو ته پاملرنه ونه شي او کاروبار يې زيان وويني، د دغه ولایت کورنی اقتصاد به له ستونزو سره مخ شي.
نوموړې وايي، هڅه کوي د ډايكنډي ولايت د ښځو د لاسي صنايعو لپاره د دې ولايت په ښځينه بڼ كې د خـــرڅلاو مناسب ځای جوړ كړي. رضايي زياتوي، د لاسي صنايعو د توليد كموالی او د دې صنعت کمزوري کېدل به د دغه ولایت لرغونوالي او فرهنګ ته هم لوی زيان واړوي او ددغه ولایت د ښځو هنر به هېر شي.
له بل لوري د دې ولایــت د ســوداګـــرۍ او صنايعو خونې مسوول علي شهرستاني وايي، دوی هڅه کوي هغه ودانۍ ډېره ژر ورغوي چې د ښځو د لاسي صنایعو د نندارتون لپاره په دغه ولایت کې په پام کې نيول شوې ده: ((تر دې وړاندې مو هم د ښځو د لاسي صنايعو لپاره د پنجشنبه بازار په نوم ځای جوړ کړی وو، خو د خلکو د نه لېوالتیا له کبله بېرته وتړل شو.))
په همدې حال کې د ډايكنډي د والي وياند شیرمحمد انتظار وايي، د دغه ولايت ځايي اداره په یوه طرحه کار کوي چې د ډايكنډي ولايت په مركز نيلي كې يو لوی ماركېټ سوداګرو ښځو ته ځانګړی كړي چې هغوی وکــولای شي له دې لارې خـــپـــل تـــوليــدات وپلوري.
د ډايكنډي ولايت د سوداګــرۍ او صنايــعو خونې په خبره، د دې ولايت ۳ فېصده ښځې د لاسي صنايعو په توليد بوختې دي.
د يادولو ده چې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې ښځې د لاسي صنايعو په کاروبار بوختې دي، خو لکه څنګه چې د ډايکنډي ولايت ښځې د بازار له نشت سر ټکوي دغه راز د نورو ولایتونو ښځو هم تر دې وړاندې له دې ستونزې شکــایـــت کړی او له حــکــومت يې غوښتنه کړې چې تولیداتو ته يې بازار ومومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA