ads

د ځنډ نه رعایت د ميندو ژوند ګواښي

د ميندو له لوري د زېږونونو تر منځ د ځنډ نه رعايت د دوی لپاره د ګڼو ستونزو سبب کېږي او کله کله د مور او ماشوم د مړينې سبب هم کېږي.

نویسنده: The Killid Group
9 کب 1395
د ځنډ نه رعایت د ميندو ژوند ګواښي

د ميندو له لوري د زېږونونو تر منځ د ځنډ نه رعايت د دوی لپاره د ګڼو ستونزو سبب کېږي او کله کله د مور او ماشوم د مړينې سبب هم کېږي.
ډاکټران او ديني عالمان وايي، د زېږونونو ترمنځ لږ تر لږه د درېيو کلونو ځنډ مراعاتول، نه يوازې دا چې له طبي اړخه يوه اړينه چاره ده، بلکې له دينې اړخه هم ستونزه نه لري او د ماشوم د روزنــې او پــالنې لپاره مور او پلار ته ډېر فرصت ورکوي.
د عامې روغتيا وزارت او ځينو روغتيايي ادارو سروې ګانې او شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په دې برخه کې کم پوهاوی ورکړل شوی او د سواد کچه هم ټيټه ده، له همدې کبله د مور او ماشوم مړينه ډېره ده.
د ننګرهار د عــامې روغتــیــا ریاست مرستیالې مقدسې معراج کلید ته وویل، په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ټــولــې نړۍ په کچه د زیږون پر وخت د ميندو د مړينې په زیاتوالي کې افغانستان دویم هېواد و، خو د نوموړې په خبره، د عامې روغتیا وزارت له پرله پسې هڅو وروسته دغه کچه اوس راکمه شوې: ((موږ میندو ته د زيږونونو تر منځ د ځنډ د مراعات په تړاو عامه پوهاوی ورکړ چې دا خپله د دوی روغتیا ته ګڼ زيانونه لري.))
نوموړې وایي، دوی له زیږون مخکې د هرې مور روغتيا ته ځانګړې پاملرنه کوي او له زېږون وروسته یې هم وخت پر وخت څاري چې مور او مــاشـــوم دواړه له ښې روغــتــیا برخمن وي: ((پخوا دغه ستونزه وه، خو زموږ له لوري په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې، نو اوس تر یوې کچې د زېــږونــونو تر منځ ځنډ مراعاتېږي، خو پر دې سربېره هم یو شمېر مېرمنې دا کار بابيزه ګڼي.))
د عامې روغتیا رياست مرستیاله دغه راز وایي، دوی په مرکز او ټولو ولسوالیو کې خلکو ته عامه پــوهــاوی ورکوي، چې د هر ماشوم د زېږون ترمنځ تر درېيو کلونو پورې ځنډ مراعت کړي.
هغه زیاتوي، که چېرته یوه مور غواړي، د پوره روغتيا لرونکې وي، نو د ماشوم زیږون ترمنځ دې لږ تر لږه درې کاله ځنډ مراعات کړي: ((لږ تر لږه باید یوه مور دوه کاله ماشوم ته شیدې ورکړي او یو کال نور هم د خپل ځان چمتووالي لپاره صبر وکړي چې درې کاله شي بیا دې بل ماشوم راوړي چې هم مور او هم ماشوم ښه روغتيا ولري.))
له بل لوري د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مرستیالې او د مور او ماشوم په برخه کې د عامه پوهاوي مسوولې تورپیکۍ شینوارې کلید ته وویل، دوی په ټولو ولسوالیو کې د ميندو له لوري د زېږونونو تر منځ د ځنډ مراعاتولو په تړاو عامه پوهاوی ورکوي، خو د نوموړې په خبره ځينې کورنۍ یې سختې مخالفې دي.
هغه زیاتوي،که چېرته دیني عالمان د اسلام مبارک دین په رڼا کې دغه موضوع ولسونو ته روښانه کړي، شونې ده چې د مور د مړینې په کچه کې به نور کموالی هم راشي: ((موږ په ښار او لرې پرتو ولسوالیو کې میندو ته دغه پیغامونه رسوو، خو بیا هم یو شمېر نارینه دا نه خوښوي او د ښځې روغتیا ته هېڅ پام نه کوي، بس همدا وایي چې هر کال دې یوه مور ماشوم وزېږوي.))
له بل لوري بیا دیني عالمان وایي، پر یوې مور د ماشوم حق دی چې تر دوو کلونو پورې هغه ته شیدې ورکړي. دیني عالم مولوي محمد غني فاروقي کلید ته وویل، د اسلام د مبارک دين له مخې باید یوه مور له دوو تر درېیو کلونو د زېږونونو تر منځ ځنډ مراعات کړي: ((د اسلام مبارک دین کې پر مور لازمه ده چې تر دوو یا درېیو کلونو پورې ماشوم ته شیدې ورکړي او ترڅنګ یې د هغه پالنه وکړي.))
د ننګرهار د عامې روغتیا رياست د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول ولایت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټیټه شوې، خو لا هم په لرې پرتو ولسوالیو کې د ماشوم د زېږونونو تر منځ د ځنډ نه مراعتولو ډیری ميندې له بېلا بېلو روغتیایي ستونزو سره مخ کړې دي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت له کورنیو غواړي چې د زېږونونو ترمنځ د ځنډ په تړاو له کلینیکونو څخه اړينې مشورې ترلاسه او عملي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA