ads

په مونیخ غونډه کې د افغانستان څرګند دريځ

د فبرورۍ په ۱۷مه، د جرمني مونشن ښار کې د خپل ډول ۵۳ امنیتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغان جمهور رييس اشرف غني په ګډون، د نړۍ د نږدې ۳۰ هېوادونو مشرانو او د شاوخوا ۸۰ هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو برخه درلوده، جمهور رييس غني په خپلو خبرو کې وویل: ((د موثرې مبارزې او د ترورېزم د ودې د مخنیوي لپاره حتمي ده، هغه هېوادونه چې ترهګري يې د دولتي سیاست اهدافو ته د رسېدو وسیله ګرځولې، تجرید شي.)) دلته که څه هم جمهور رييس غني په ښکاره د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه يې وویل چې دا د دوو دولتونو ترمنځ نااعلان شوې جګړه ده.

د فبرورۍ په ۱۷مه، د جرمني مونشن ښار کې د خپل ډول ۵۳ امنیتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغان جمهور رييس اشرف غني په ګډون، د نړۍ د نږدې ۳۰ هېوادونو مشرانو او د شاوخوا ۸۰ هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو برخه درلوده، جمهور رييس غني په خپلو خبرو کې وویل: ((د موثرې مبارزې او د ترورېزم د ودې د مخنیوي لپاره حتمي ده، هغه هېوادونه چې ترهګري يې د دولتي سیاست اهدافو ته د رسېدو وسیله ګرځولې، تجرید شي.)) دلته که څه هم جمهور رييس غني په ښکاره د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه يې وویل چې دا د دوو دولتونو ترمنځ نااعلان شوې جګړه ده.
د مونيـخ په څېــر د افغـانسـتــان پــه لسګـونو نورې غونډې هم جوړې شوې دي او په یو نه یو ډول یې له افغانستان سره پر مرستو او ملاتړ پراخ اغېز لرلی، خو په وروستیو څو غونډو کې د پاکستان پر وړاندې د کابل څرګند دريځ د دغو غونډو اغېزمنتیا ډېره کړې ده. اوس مهال په هره دغسې غونډه کې افغان جمهور رييس او نور چارواکي په ښکاره او څرګند ډول پاکستان ته ګوته نيسي او په افغانستان کې يې په لاسوهنې او دوه ګوني سیاست تورنوي.
دا ځل مونيخ کې یو ځل بیا جمهور رييس په افغانستان کې د پاکستان په دوه ګونو سیاستونو تم شو او څرګنده يې کړه چې پاکستان له افغانستان سره په جګړه کې دی. په مونیخ غونډه کې د جمهور رييس له دې دريځ د ولسي جرګې غړو او کارپوهانو هرکلی کړی دی او ټینګار يې کړی چې له همدې کبله دغه سفر بریالی و او د افغانستان دريځ پکې روښانه شوی دی.
د ولسي جرګې دویم منشي عرفانالله عرفان وايي، له دې کبله چې جمهور رئیس غني د امنیتي ستونزو په اړه نړیوالو ته مهم پیغامونه رسولي، دوی دا سفر مهم ګڼي. هغه وايي، د افغانستان د جګړې څخه ځانګړی تعریف او دا چې د ترورېزم ځالې چېرته او په وړاندې یې څنګه مبارزه وشي، د افغانانو مهمې اندېښنې دي او جمهور رييس په مونيخ کنفرانس کې دا هر څه روښانه کړل: ((زموږ په اند دا سفر ځکه مثبت و چې جمهور رئیس غني د ملت او دولت پیغام تر یوه حده تر نړیوالې ټولنې ورساوه او هغه دا چې موږ باید د ترورېزم پر وړاندې په مشترکه توګه مبارزه وکړو، څو هغه هېوادونه وپېژندل شي چې ترهګر روزي او ملاتړ یې کوي او بیا یې په وړاندې کلک ودرېږو.))
له بل لوري د چارو څېړونکی یوسف امین ځاځی هم وايي چې افغان پلاوي په دې سفر کی نړیوالو ته په واضحو ټکو د پاکستان د سیاست په اړه معلومات ورکړي چې د هغه په وینا تل یې د افغانستان د ناکامه کېدو پلانونه تنظیم کړي دي. ځاځی ټینګار کوي چې د افغانستان د اندېښنو له اورېدو وروسته نړیوالې ټولنې ته ښايي چې د روانې جګړې په اړه خپل تحلیل هم بدل کړي: ((د افغانانو پیغام، غږ او ستونزه باید واورېدل شي چې تل یې د ثبات لپاره هڅې کړې دي، نړۍ باید لا پاملرنه ډېره کړي او د سیمې وضعیت هسې چې اړتیا ده تحلیل کړي.))
تر دې وړاندې جمهور رييس غني د اسیا زړه کنفرانس کې چې په هندوستان کې جوړ شوی و، د ورته موضوع په اړه پر پاکستان مخامخ انتقاد کړی و. غني د لیندۍ په میاشت کې جوړ شوي دې کنفرانس ته وویل، د پاکستان سره د پراخو دوه اړخیزو تماسونو سره سره هغه نااعلان شوې جګړه چې دغه هېواد پیل کړې، نه یوازې چې سړه شوې نه ده بلکې لا تېزه شوې ده.
که څه هم پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو کې په یو نه یو ډول د افغانستان پر وړاندې له دوه مخو سیاستونو کار اخیستی او د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو ملاتړ يې کړی دی، خو هېڅکله د دغه هېواد پر وړاندې د افغان حکومت دريځ دومره توند شوی نه وو او نه یې هم دغه دريځ په نړیواله کچه اورېدونکي لرل. د پخواني جمهور رييس حامد کرزي د واک پر مهال هم کابل ټینګار درلود چې د وسلهوالو ځالې له افغانستان څخه بهر دي او نړیوال ځواکونه باید هلته له دې ډلو ټپلو سره جګړه وکړي، خو چا پرې چندان غوږ ونه ګراوه. خو اوس اوس د کابل دغه څرګند دريځ تر یوې کچې پاکستان څنډې ته کړی او د نړیوالو پام هم ور اوښتی چې ددغه هېواد په اوړو کې حتماً شګه شته. پر دې سربېره د مونیخ په امنیتي غونډه کې افغان جمهور رييس د دې کنفرانس په څنډه کې د شااوخوا شلو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا ډول د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. له بل لوري د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د همکاريو هوکړه لیک هم د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوولې فيدريکا موګريني تر منځ لاسلیک شو. د کارپوهانو په باور دغه هوکړه کولای شي، د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې د اروپايي ټولنې د لا ښکېلتیا لپاره زمينه برابره کړي او تر څنګ يې د دغه ټولنې او افغانستان تر منځ د نورو همکاريو رامنځته کېدو ته فرصتونه برابر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA