ads

ننګرهار کې د غصب او فساد مخه نه ده نیول شوې

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د دغه ولایت پر والي ګلاب منګل نیوکه کوي چې له فساد سره په مبارزه او د غاصبینو په نیولو کې پاتې راغلی. د ولایتي شورا غړي والي تورنوي، چې په لوی لاس یې فساد ته زمینه برابره کړې او له غاصبینو سره شريک دی.

نویسنده: The Killid Group
7 کب 1395
ننګرهار کې د غصب او فساد مخه نه ده نیول شوې

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د دغه ولایت پر والي ګلاب منګل نیوکه کوي چې له فساد سره په مبارزه او د غاصبینو په نیولو کې پاتې راغلی. د ولایتي شورا غړي والي تورنوي، چې په لوی لاس یې فساد ته زمینه برابره کړې او له غاصبینو سره شريک دی.
دوی وایي، والي په لومړیو کې په چټکۍ کارونه پیل کړل، خو اوس مهال داسې نه انګیرل کېږي، چې نوموړی دې د غاصبینو په نیولو او د فساد سره په مبارزه کې د پرمختګ هوډ ولري.
د ننګرهار د لرې پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو کلید ته وویل، چې د ګلاب منګل په مشرۍ ولايتي ادارې د غاصبينو په نیولو او له فساد سره په مبارزه کې د پام وړ څه نه دي کړي. دوی وايي، والي یا له فاسدينو او غاصبينو وېرېږي او یا هم ورسره اړيکې لري. د هسکې مېنې یوه اوسېدونکي کلید ته وویل: ((غاصبین معلوم دي، څوک یې مخنیوی نه کوي، والي له غاصبینو سره لاس لري او قانون په غریب پلی کیږي.))
په همدې حال کې مدني فعال سميع الله دراني کلید ته وویل، والي هغه ژمنې عملي نه کړې چې له خلکو سره یې د قانون د پلي کولو په تړاو کړې وې. نوموړی زیاتوي، د والي ګلاب منګل کړنې نمايشي بڼه لري او خلکو ته يې ګټه نه رسېږي.
له بل لوري مدني فعال ګل احمد نوراني وايي، ننګرهار کې د فساد او غصب له درکه په ملیونونو پیسې لاس ته راځي، چې په لوی لاس د چارواکو تر جېبونو رسېږي او والي ته هم خپله برخه ورکول کېږي: ((دلته دا د غصب موضوع نوره بیخي زړه شوې ده، بس والي صیب یې څه غم کوي، خپل سهم ورسیږي نو.))
له بل لوري د ننګرهار ولایتي شورا غړی جاوید زمان وايي، چې په تورخم سرحدي ښارګوټي کې له هرې ادارې په زرګونه پیسې والي ګلاب منګل او په ملي او ولایتي شورا کې د ننګرهار استازي ترلاسه کوي.
جاوید زمان له مرکز کابل څخه د فساد او غصب د مخنيوي په هدف په راغلو پلاوو هم نیوکه وکړه او دوی یې تورن کړل چې په لوی لاس فساد ته زمينه برابروي: ((موږ د والي له راتګ سره خوشاله وو، خو له بارانه لاړو، ناوې ته کېناستو، په تورخم کې له هرې ادارې څخه والي او شریکانو ته یې پیسې راځي.))
اخوا د ولایتي شورا بل غړي اجمل عمر کلید ته وویل، له تورخم سرحدي ښارګوټي د فساد پیسې، لسګونه لوړ پوړو دولتي چارواکو ته رسېږي. عمر زیاتوي، هر نوی مسوول په لومړیو کې جدي وي، خو وروسته يې ارادې کمزورې شي: (( دلته هر سړی اول کې تېز وي، بیا وروسته یې چې جیب ډک شي خیر او خیریت وي.))
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي ټینګار کوي چې د فساد او غصب په برخه کې جدي دي او هېڅ غیرقانوني کار نه شي زغملی.
د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي، چې اوس مهال یوازې په تورخم کې د اتحادیو په اړه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به په فساد ککړ اشخاص د قانون منګلو ته وسپاري .
والي دغه راز وایي، هر هغه چاره چې د ننګرهار د خلکو په ګټه وي، ترسره کوي يې او په دې برخه کې له چا وېره نه لري: (( تورخم کې زموږ څیړنې روانې دي، غاصبین نیول کېږي، قانون پلی کوم او په دغه برخه کې له هېچا څخه وېره نه لرم دا زما کار دی.))
د ننګرهار په والي ګلاب منګل داسې مهال نيوکې په ډېرېدو دي چې نوموړي دغه ولایت ته د تګ په لومړیو ورځو کې له خلکو سره د قانون پلي کولو او له اداري فساد او غصب سره د مبارزې کلکې ژمنې وکړې، خو وروسته په دې برخه کې د پام وړ کار ونه لیدل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA